Top Banner
مکاشفاتُ د يوحناَ اب مکاشفه بُ ۱ ؤ سلام اَ پيژندګلو١ غه خبرے وښئ چه همانو ته غلاُ غه خپلو ه ى مسيح له ورکړو چهٰ خدائے عيسُ غه کشف دے چه دا هے ورته وښئيلے. اؤ دا خبرے ئَ استوله ته راوم يوحنا غلاُ ه فرښته خپليښيږى. هغۀ خپل زره پ تر کومے به زرُ ٢ يدل.ر څۀ چه ئے ول،هى ورکړه ى مسيح ګواهٰ د عيسَ اؤَ د کلامَ خدائےُ دَ اؤ هغۀَ ٣ غه بختور دے هښے ليک دى اؤ څۀ چه په کَ م آاؤرى کلا د پيشن ګوئى داَ غه خلق چه اؤ بختور دى هَ څوک چه دا لولىى،ځکه چه وخت نزدے دے.غه عمل کو ه په٤ تونو په نوم:ُ وو جماع اُ دَ شيا صوبے د ايَ د يوحنا له طرفهَ اووُ غه ه اؤ لهَ، دے لونکےُ اؤ چه راتَ ووُ خدائے له طرفه چه شته،چهُ دَ وى،ؤ سلامتى اَ د فضلِ په تاسوے دى، وړاند دَ خت د تَ د هغۀَ حونو له طرفه چه روُ ٥ ه مړو نه اول چه لدار ګواه ى مسيح وفاٰ د عيسَ اؤَ دار دے. د بادشاهانو سرَ د زمکےَ اؤَ ژوندے پاڅيدو ړو.ُ ونو نه آازاد ک هُ ګناُ قربانئ لهُ لے وينے په د خپَ مونږ ئےُ اؤَ مينه کوى مونږ سرهُ غه ه٦ د خپلَ مونږ ئےُ اؤَ وى! آامين تر تله قائم د تلِ ؤ طاقت اَ د هغۀ لوئىَ لو.ُ کړان جوړ د بادشاهت کاهنَ د پارهَ ئے پلار خدا٧ م،چا چه ئے هغوئ به اؤ هَ ووينىه خپلو سترګور څوک به ئے پو کښے راځى!هغه په وريځ ګورئ،ه به وى. آامينير کوى. دغه شانغه و ه خلق به په دنيا ټولُ دَ اؤَ، ووُ سورے کړےُ ٨ خدائےُ مطلقُ قادر دے.“ لونکےُ اؤ چه راتَ ووُ لاخر يم،چه شته،چه اؤ اَ اول زۀ الَ وائى چه” اب کښے رويا د مسيح په بَ ٩ ښے شريک يم. ى کٰ ره خپل عيسؤ په صبر کښے تاسو س اَ بادشاهئوحنا،په تکليف،په ورور ي زۀ ستاسوَ ره کښے قيد وم.وس نومے په جزي د پتمَ په وجهرکولواهئ و د ګوَ ى په حقلهٰ د عيسَ اؤَ د کلامَ خدائےُ دَ زۀَ ١٠ اوچت آاوازُ د خپل شانه يوَ کړه،نو ما روح په ما غلبه وُ ،چهار ورځ وه اتوِ دَ لک په ورځ،يعنےِ د ماَ اؤَ وو.ُ ا په شان سرنُ دَ واؤريدو چه١١ اووُ اؤَ ښے وليکهغه په يو کتاب ک وينے هغۀ ما ته ووئيل چه”څۀ چه هکيه ته. اؤ لوديَ، دلفيهِ س،فيلره،سرديه،پرګمون،تواتي مرنُ ،سوس فسِ اِ ږه،يعنے ته ئے ولي تونوُ ړو جماع وا١٢ زۀَ د سروَ نو مااوګرزيدلم زۀ رَ اؤ کله چهَ ما سره خبرے کوى؟لم چه دا څوک دے چهاوګرزيد ورپسے ريدل.نه ول ټوُ ۀ ډيو اووُ زرو١٣ پښو پورے وو چه ترُ «دم په شان ن آاِ ابِ » دَ نځ کښے يو ټونو په ميُ د دے ډيوَ اؤَ وو.ُ و زرو سينه بند تاؤ کړے د سرَ اؤ په سينه ئےَ ستے وه چوغه آاغوُ ئے١٤ د واؤرےَ د سر ويښتۀ ئے لکهَ په شان وے. شغلوُ دَ د اورَ اؤ سترګے ئےَ ووُ سپينے وړئ په شانا سپين ي١٥ د زيړو په شانَ اؤ پښے ئےَ وو.ُ بو په شان د تيزو اوَ اؤ آاواز ئےَ ے وىيدلے چه په بټئ کښے سرۀ شو ځل١٦ ى لاس کښےغۀ په ښ اؤ هَ مر په شان د تيز نَ غۀ څيره د هَ اؤَ راووتله تورهُ ه تيزه دوه مخے خلے نه يوُ دَ د هغۀَ اؤَ ووُ نيولىۀ ستورى اووُ
26

Pashto bible injil new testament revelation

May 24, 2015

Download

Documents

AsiaBibles
Welcome message from author
This document is posted to help you gain knowledge. Please leave a comment to let me know what you think about it! Share it to your friends and learn new things together.
Transcript
Page 1: Pashto bible injil new testament revelation

کاشفات م ا وحن ي د

اب ب ه شف کا ۱مام ؤ سل ا و دګل ن ژ ي پ

ى مسيح له ورکړو چه هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرے وښئ چه١ دا هغه کشف دے چه خدائے عيس کومے به زر تر زره پيښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته راواستوله اؤ دا خبرے ئے ورته وښئيلے.

ى مسيح ګواهى ورکړه،هر څۀ چه ئے وليدل. ٢ بختور دے هغه٣ اؤ هغۀ د خدائے د کلام اؤ د عيسآاؤرى اؤ څۀ چه په کښے ليک دى څوک چه دا لولى اؤ بختور دى هغه خلق چه د پيشن ګوئى دا کلام

په هغه عمل کوى،ځکه چه وخت نزدے دے.

اوو جماعتونو په نوم:٤ د يوحنا له طرفه د ايشيا صوبے د

اوو لونکے دے،اؤ له هغه په تاسو د فضل اؤ سلامتى وى،د خدائے له طرفه چه شته،چه وو اؤ چه راتى مسيح وفادار ګواه چه له مړو نه اول٥روحونو له طرفه چه د هغۀ د تخت د وړاندے دى، اؤ د عيسژوندے پاڅيدو اؤ د زمکے د بادشاهانو سردار دے.

آازاد کړو. اؤ مونږ ئے د خپل٦هغه مونږ سره مينه کوى اؤ مونږ ئے د خپلے وينے په قربانئ له ګناهونو نه آامين لو. د هغۀ لوئى اؤ طاقت د تل تر تله قائم وى! خدائے پلار د پاره د بادشاهت کاهنان جوړ کړ

ګورئ،هغه په وريځو کښے راځى!هر څوک به ئے په خپلو سترګو ووينى اؤ هغوئ به ئے هم،چا چه٧آامين قادر مطلق خدائے٨سورے کړے وو،اؤ د دنيا ټول خلق به په هغه وير کوى. دغه شان به وى.

لونکے دے.“ وائى چه”زۀ الاول اؤ الاخر يم،چه شته،چه وو اؤ چه رات

ا ي و ر اب کښے ب ه پ ح د مسيى کښے شريک يم.٩ زۀ ستاسو ورور يوحنا،په تکليف،په بادشاهئ اؤ په صبر کښے تاسو سره خپل عيس

ى په حقله د ګواهئ ورکولو په وجه د پتموس نومے په جزيره کښے قيد وم. زۀ د خدائے د کلام اؤ د عيسآاواز١٠ اوچت اتوار ورځ وه،چه روح په ما غلبه وکړه،نو ما د خپل شانه يو لک په ورځ،يعنے د اؤ د ما

اوو١١واؤريدو چه د سرنا په شان وو. هغۀ ما ته ووئيل چه”څۀ چه وينے هغه په يو کتاب کښے وليکه اؤ افسوس،سمرنه،پرګمون،تواتيره،سرديس،فيلدلفيه،اؤ لوديکيه ته. زۀ١٢واړو جماعتونو ته ئے وليږه،يعنے

ورپسے راوګرزيدلم چه دا څوک دے چه ما سره خبرے کوى؟ اؤ کله چه زۀ راوګرزيدلم نو ما د سرواووۀ ډيوټونه وليدل. آادم په شان» وو چه تر پښو پورے١٣زرو ابن اؤ د دے ډيوټونو په مينځ کښے يو د «

آاغوستے وه اؤ په سينه ئے د سرو زرو سينه بند تاؤ کړے وو. د سر ويښتۀ ئے لکه د واؤرے١٤ئے چوغه اؤ پښے ئے د زيړو په شان١٥يا سپينے وړئ په شان سپين وو اؤ سترګے ئے د اور د شغلو په شان وے.

آاواز ئے د تيزو اوبو په شان وو. اؤ هغۀ په ښى لاس کښے١٦ځليدلے چه په بټئ کښے سرۀ شوے وى اؤ اووۀ ستورى نيولى وو اؤ د هغۀ د خلے نه يوه تيزه دوه مخے توره راووتله اؤ د هغۀ څيره د تيز نمر په شان

Page 2: Pashto bible injil new testament revelation

کله چه هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغه په پښو کښے پريوتلم،خو هغۀ خپل ښئ لاس په١٧ځليده. اؤ القيوم،زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله١٨ما کيښودلو اؤ وئے وئيل،”وريږه مه،زۀ الاول اؤ الاخر يم،

اؤ د عالم ارواح کنجيانے ما سره دى. د دے د پاره هغه هر څۀ وليکه څۀ چه١٩ژوندے يم اؤ د مرګ لونکى دى. اووۀ ستورى ليدلى٢٠تۀ وينے،څۀ چه اوس دى اؤ څۀ چه رات تا چه زما په ښى لاس کښے

اوو جماعتونو فرښتے دى اؤ دا اووۀ ستورى د اووۀ د سرو زرو ډيوټونه،د هغے راز دا دے چه دى اؤ هغه اووۀ جماعتونه دى. اووۀ ډيوټونه

اب ب ه شف کا ۲مم ا غ ي پ ه ر ا پ د سوس جماعت ف ا د

افسوس د جماعت فرښتے ته وليکه:١ د

اوو ډيوټونو په اووۀ ستورى په خپل لاس کښے نيولى دى اؤ د سرو زرو د هغه درته خبرے کوى چا چه زۀ ستا په کارونو په خوارئ اؤ په صبر خبر يم. زۀ په دے خبر يم چه تۀ ګناه ګار٢مينځ کښے ګرزى.

آازميښت وکړو چه ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى،اؤ دروغژن د ثابت خلق نۀ شے زغملے،تا د رسولانو نوم په خاطر زغم وکړو اؤ ستومانه نۀ شوے. ٣کړى دى. خو زۀ ستا په خلاف٤ ته صبر لرے،تا زما د

اوچت ځائے نه پريوتلے! توبه٥دا خبره کوم چه تا هغه وړومبئ مينه پريښے ده. فکر وکړه چه تۀ د څومره وباسه اؤ هغسے کار وکړه لکه چه مخکښے د کړے وو. که تۀ توبه ونۀ باسے نو زۀ به درشم اؤ ستا

خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښے شته چه تۀ د نيکليانو د٦ډيوټ به د خپل ځائے نه لرے کړم. کارونو نه نفرت کوے لکه چه زۀ ئے ترے کوم.

آاؤريدلو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.٧ هغه څوک چه د

اختيار ورکړم چه د خدائے هر هغه څوک چه بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونے نه د ميوے د خوړلو په جنت کښے ولاړه ده.

م ا غ ي پ ه ر ا پ د ه جماعت ن سمر د د سمرنه د جماعت فرښتے ته وليکه:٨

زۀ خبر يم چه تۀ څومره٩څوک چه الاول اؤ الاخر دے،چه مړ شو اؤ بيا ژوندے شو،هغه داسے وائى، خوار اؤ په تنګسيا کښے يئے،خو بيا هم تۀ شته من يئے! زۀ د هغه خلقو د کفر وئيلو نه خبر يم چه ځان

ابليس به له تاسو١٠ته يهوديان وائى خو دى نه. دا د شيطان د ډلے دى. د راتلونکو تنګساؤ نه ويريږه مه.آازمائيلے شئ اؤ تر لسو ورځو پورے به په تاسو تنګسيا وى.خو تر نه ځنے بندى خانو ته واچوى چه تاسو و

مرګه پورے وفادار پاتے شه اؤ زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.

آاؤريدو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.١١ هغه څوک چه د

Page 3: Pashto bible injil new testament revelation

هر هغه څوک چه بريالے شى نو دويم مرګ به هغۀ ته هيڅ عذاب نۀ شى رسولے.

م ا غ ي پ ه ر ا پ د رګمون جماعت پ د د پرګمون د جماعت فرښتے ته وليکه:١٢

زۀ خبر يم چه تۀ چرته اوسے،دا هغه ځائے١٣هغه څوک چه تيره دوه مخے توره لرى هغه داسے وائى، نوم مضبوط ولاړ يئے. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان دے چرته چه د شيطان تخت دے اؤ تۀ زما په

نه انکار ونۀ کړو کله چه زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښے ووژلے شو چرته چه شيطان خو زۀ ستا برخلاف د يو څو خبرو شکايت لرم چه تاسو په کښے هلته څۀ کسان شته چه د١٤اوسيږى.

اسرائيل د لارے نه خطا کړى اؤ دا ترغيب ئے بلعام د تعليم پيروى کوى. هغۀ بلق ته وښوول چه بنى اؤ هم دغه شان په تاسو کښے ځنے کسان١٥ورکړو چه د بتانو قربانئ د وخورى اؤ حرامکارى د وکړى.

نو توبه وباسه! ګنى زۀ به درشم اؤ په هغه توره به د هغوئ١٦شته چه د نيکليانو د تعليم پيروى کوى. سره جنګ وکړم کومه چه زما د خلے نه راوزى.

آاؤريدلو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.١٧ هغه څوک چه د

هر هغه څوک چه بريالے شى نو زۀ به هغۀ له پټ شوى من اؤ يو سپين کاڼے ورکړم اؤ په هغه کاڼى به يولوم نۀ وى. نوے نوم ليکلے وى چه بے له هغه چا نه چه ورکولے شى،بل هيچا ته به مع

م ا غ ي پ ه ر ا پ د ه جماعت ر ي ت ا و ت د د تواتيره د جماعت فرښتے ته وليکه:١٨

د خدائے زوئے داسے فرمائى چه د چا سترګے چه د اور د شغلو په شان دى اؤ چه پښے ئے د زيړو په زۀ ستا د ټولو کارونو نه خبر يم،يعنے ستا مينه،وفادارى،ښۀ خدمت اؤ ستا صبر راته١٩شان ځليږى،

خو بيا هم ستا په خلاف دا٢٠معلوم دے، وروستو خو تا د وړاندے نه هم غوره کارونه کړى دى. نومے ښځه زغمے چه ځان ته پيغمبره وائى اؤ زما خادمانو ته د حرامکارئ ازبلى شکايت لرم چه تۀ هغه

اجازت ورکوى. ما هغے ته د توبے ويستلو وخت ورکړو٢١ترغيب ورکوى اؤ د بتانو د قربانئ د خوړلو انکار وکړو. نو زۀ به هغه په کټ وغورزوم اؤ هغوئ٢٢خو هغے د خپلے حرامکارئ نه د توبے ايستو نه

چه ورسره ئے زنا کړے ده. زۀ به ئے په ډيره سخته تنګسيا کښے راګير کړم تر څو چه هغوئ د هغے د اؤ د هغے بچى به په مزکه ووژنم. په دے به ټول جماعتونه دا سبق حاصل٢٣کړو نه توبه ونۀ وباسى.

آادمو د زړونو اؤ د خيالاتو نه خبر يم اؤ دا چه زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق کړى چه زۀ د بنى جزا درکړم.

ائے د تواتيره نورو اوسيدونکو! چه دا تعليم نۀ منئ اؤ له هغه نه ناخبر يئ کومے ته چه هغوئ د شيطان٢٤ بس په هغه څۀ تر هغے٢٥پټ اؤ ژور چال وائى،زۀ تاسو ته وايم چه زۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم.

Page 4: Pashto bible injil new testament revelation

هغه څوک چه بريالے شى اؤ هغه چه زما د وينا په مطابق تر٢٦ټينګ پاتے شئ تر څو چه زۀ درنۀ شم. اختيار ورکوم. «هغه به پرے د اوسپنے په امسا حکومت کوى٢٧آاخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو

اختيار ما ته له خپل پلار نه راکړے شوے اؤ د خاورو د لوښو په شان به ئے ټوټے ټوټے کړى.» هغه اؤ زۀ به هغۀ ته د صبائى ستورے ورکړم.٢٨دے.

آاؤريدلو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.٢٩ هغه څوک چه د

اب ب ه شف کا ۳مم غا ي پ ه ر ا پ د د سرديس جماعت

د سرديس د جماعت فرښتے ته وليکه:١

اووۀ ستورى لرى هغه دا وائى چه زۀ ستا په ټول عمل خبر يم چه تۀ اووۀ روحونه اؤ څوک چه د خدائے نوم ژوندے يئے خو ئے مړ. بيدار شه اؤ څۀ چه پاتے دى،هغه مضبوط کړه،ګنى هغه به مړ٢تش په

کوم تعليم چه تا وموندلو اؤ٣شى. ستا يو کار مے هم زما د خدائے په نظر کښے پوره ونۀ ليدلو. واؤريدلو،هغه ياد لره اؤ عمل پرے کوه اؤ توبه وباسه. که تۀ بيدار نۀ شے نو زۀ به د غل په شان درشم اؤ

خو بيا هم په سرديس کښے تاسو سره ځنے داسے کسان شته٤تۀ به زما د راتلو د وخت نه خبر نۀ شے. چه هغوئ خپلے جامے پليتے کړے نۀ دى،هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښے ګرزى ځکه چه هغوئ

آاغوستولے شى اؤ د هغۀ٥لائق دى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو هغۀ ته به دغسے سپينے جامے ور نوم به زۀ هيڅ کله هم د ژوند له کتاب نه ونۀ باسم اؤ زۀ به د خپل پلار اؤ د هغۀ د فرښتو د وړاندے د

اقرار وکړم چه هغه زما خپل دے. نوم آاؤريدو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه٦هغۀ د هغه څوک چه د روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.

م ا غ ي پ ه ر ا پ د د جماعت ه ي ف ل د ل ي ف د د فيلدلفيه د جماعت فرښتے ته وليکه: هغه څوک چه قدوس اؤ رښتينے دے اؤ چه ورسره د داؤد٧

کنجى ده اؤ چه دروازه خلاصه کړى نو هيڅوک به ئے بنده نۀ کړى اؤ چه دروازه بنده کړى نو هيڅوک زۀ ستا د ټولو کارونو نه خبر يم. اؤ ګوره،تا ته مے ستا په٨به ئے خلاصه نۀ کړى،هغه داسے وائى چه

وړاندے يوه دروازه خلاصه کړے ده چه هيڅوک ئے بندولے نۀ شى. زۀ پوهيږم چه ستا طاقت کم دےنوم نه منکر شوے نۀ ئے. ګوره،د شيطان د ډلے نه به ځنے٩خو بيا هم تا زما کلام منلے دے اؤ زما د

راولم چه ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکه فريبيان دى،هغوئ به درشى اؤ ستا په پښو به پريوزى اؤ ځکه چه تا زما د صبر کلام منلے دے اؤ مضبوط١٠هغوئ د په دے پوهه شى چه تۀ زما محبوب يئے.

آازميښت نه چه د ټولے دنيا په خلقو راتلونکے دے،بچ کړم. زۀ به١١پرے ولاړ يئے،زۀ به هم تا د هغه ١٢زر درشم اؤ څۀ چه درسره دى هغه کلک ونيسه چه هيڅوک د د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.

څوک چه بريالے شى زۀ به هغه د خپل خدائے په کور کښے لکه د ستنے ودروم،هغه به هيڅ کله ترےنوم هم چه نوے بيت نوم په هغۀ باندے وليکم اؤ د خدائے د ښار بهر نۀ شى. زۀ به د خپل خدائے

Page 5: Pashto bible injil new testament revelation

نوم به هم په هغۀ باندے وليکم. آاسمانه راکوزيږى،اؤ خپل نوے المقدس دے چه د خدائے له طرفه به له آاؤريدلو غوږونه لرى،هغه د واؤرى چه روح القدس جماعتونو ته څۀ وائى.١٣ هغه څوک چه د

م ا غ ي پ ه ر ا پ د ه جماعت کي ودي ل د آامين وائى،چه هغه وفادار١٤ د لوديکيه د جماعت فرښتے ته وليکه: دا د هغه چا کلام دے چه ورته

زۀ ستا د ټولو کارونو نه١٥رښتينے ګواه دے اؤ د هغۀ په وسيله خدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه خو چونکه نۀ خو تۀ ګرم١٦خبر يم، تۀ خو نۀ يخ يے اؤ نۀ ګرم. کاشکے چه تۀ يا خو يخ وے يا ګرم!

تۀ وائے چه زۀ څومره شته من يم اؤ١٧ئے اؤ نۀ يخ،بلکه تړم يئے،زۀ به تا د خپلے خلے نه وتوکم. دولتمند شوے يم اؤ د څۀ څيز حاجتمن نۀ يم. حقه خو دا ده چه تۀ په دے نۀ پوهيږے چه تۀ څومره

زۀ تا له دا صلاح درکوم چه له ما نه په اور کښے صفا١٨قابل رحم،بدنصيب،خوار،ړوند اؤ بربنډ يئے. شوى سرۀ زر واخله چه شته من شے اؤ سپينے جامے واخله چه تۀ خپل بربنډتوب شرم پرے پټ کړے اؤ

هر چا سره چه مينه لرم هغوئ زۀ ملامت کوم اؤ په ادب١٩د سترګو رانجۀ را نه واخله چه تۀ بينا شے. ګوره،زۀ په دروازه ولاړ يم اؤ ورټکوم اؤ که څوک زما٢٠ئے ساتم،نو ځکه غيرت وکړه اؤ توبه وکړه.

آاواز واؤرى اؤ ور خلاص کړى نو زۀ به ورننوزم اؤ د هغۀ سره به ډوډئ وخورم اؤ هغه به ئے ما سره چه څوک بريالے شى نو هغه به په خپل تخت کښينوم لکه څنګه چه زۀ بريالے شوم اؤ د٢١وخورى.

آاؤريدلو غوږونه لرى، هغه د واؤرى چه روح٢٢خپل پلار سره په تخت کښناستم. هغه څوک چه د القدس جماعتونو ته څۀ وائى.

اب ب ه شف کا ۴مادت ب ع هى ل ا د

آاسمان کښے يو پرانستے ور دے.١ د دے نه پس ما وکتل اؤ څۀ ګورم چه په

آاواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل،”دلته راوخيژه،زۀ به تا ته دا وښيم اؤ ما د مخکښے په شان لکه د سرنا آاسمان٢چه د دے نه پس به خامخا کيږى.“ سمدستى ما د روح القدس په وسيله رويا وليده چه په

چه د زبرجد اؤ عقيق په شان پړقيدو،اؤ د تخت نه٣کښے يو تخت وو اؤ په تخت يو کس ناست وو اؤ د تخت نه ګير چاپيره څلريشت نور تختونه وو اؤ٤چاپيره د بوډئ ټال وو چه د زمردو په شان پړقيدو.

آاغوستے وے اؤ د سرو زرو تاجونه ئے په سر په هغوئ څليريشت مشران ناست وو چه سپينے جامے ئے لونه بليدل چه د٥وو. اووۀ مشع آاوازونه راختل اؤ د تخت نه وړاندے اؤ د تخت نه د بريښنا رڼا اؤ د تندر

اووۀ روحونه دى. اؤ وړاندے ئے د شيشے سمندر چه د بلور په شان ښکاريدو.٦خدائے

اول حيوان د زمرى په شان٧اؤ د تخت نه چاپيره څلور حيونان وو چه وړاندے وروستو ئے سترګے وے. آادم څيره لرله اؤ څلورم لکه د الوتونکى عقاب په شان وو. دے٨وو،دويم د غوائى په شان،دريم د بنى

څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اؤ هر طرف ته ئے سترګے وے،شپه اؤ ورځ بغير د دمے ئے داثنا وئيله:

Page 6: Pashto bible injil new testament revelation

لونکے دے.“” قدوس! قدوس! قدوس! رب القادر د ټولو،هغه چه وو،چه دے،اؤ چه رات

اؤ هر کله چه حيوانان د هغۀ چه په تخت ناست دے اؤ تل تر تله ژوندے دے،لوئى،عزت اؤ شکر٩ نو هغه څليريشت مشران هم چه په تخت ناست دى،هغۀ ته په سجده پريوزى اؤ١٠ګزارى وکړى،

عبادت ئے کوى چه تل تر تله ژوندے دے،اؤ هغوئ خپل تاجونه د تخت د وړاندے کيږدى اؤ په چغوشى:

لک يئے ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اؤ دا ستا١١ لکه خدايه! تۀ د عزت،لوئى اؤ قدرت ما ”ائے زمونږ ماپه مرضئ پيدا شول اؤ په وجود کښے راغلل.“

اب ب ه شف کا ۵مؤ ګډورے ا اب کت

څوک چه په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښے يو کتاب وليدو چه دننه اؤ بهر ليک پرے وو١اووۀ مهرونه پرے لګيدلى وو. ما يوه طاقتوره فرښته وليده چه په چغو ئے وئيل چه”څوک د دے قابل٢اؤ

آاسمان کښے،نۀ په مزکه٣دے چه کتاب پرانزى اؤ مهرونه ئے مات کړى؟“ خو هيڅوک هم نۀ وو،نۀ په زما اوښکے٤اؤ نۀ د زمکے د لاندے وو چه کتاب ئے خلاص کړے وے اؤ يا ئے دننه کتلے وے.

بهيدلے ځکه چه هيڅوک هم د دے لائق نۀ وو چه دا کتاب ئے پرانستلے شو يا چه ئے ورته کتلے شو. خو په مشرانو کښے يو راته ووئيل چه”ژاړه مه ځکه چه د يهوداه د خيل زمرے چه د داؤد د اصل نه٥

اووۀ مهرونه ئے مات کړى. بيا ما د تخت په مينځ٦دے،هغه بريالے شوے دے چه کتاب پرانزى اؤ اووۀ اؤ د مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اؤ د هغۀ کښے،د څلورو حيوانانو

اووۀ روحونه دى چه ټولے دنيا ته ليږلى شوى دى. اووۀ ئے سترګے وے چه د خدائے اؤ٧ښکرونه اؤ کله چه هغۀ واخستو نو څلور٨ګډورے ورغے اؤ په تخت ناست د ښى لاس نه ئے هغه کتاب واخستو.

حيوانان اؤ څليريشت مشران د هغه ګډورى په وړاندے په سجده شول،اؤ د هر يو مشر سره يو ستار وو اؤ اؤ هغوئ يوه نوے سندره٩ورسره د خوشبوئ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چه د پاکانو دعاګانے دى.

وئيله چه:

تۀ د دے لائق ئے چه کتاب واخلے اؤ مهرونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اؤ په”امت خلق په بيعه واخستل. اؤ١٠خپله وينه دے د خدائے د پاره له هر خيل،له هرے ژبے اؤ له هر قوم اؤ له هغوئ نه تا د کاهنانو بادشاهى جوړه کړه چه زمونږ د خدائے خدمت وکړى اؤ هغوئ به په مزکه

بادشاهى کوى.“

آاوازونه مے واؤريدل چه هغه د تخت اؤ د حيوانانو اؤ د مشرانو١١ بيا چه ما وکتل نو د بے شماره فرښتو اؤ هغوئ په زوره چغے وهلے چه:١٢نه چاپيره وے اؤ د هغوئ شمار په زرګونو اؤ لکونو کښے وو،

Page 7: Pashto bible injil new testament revelation

هغه ګډورے چه حلال کړے شو،د دے لائق دے چه ټول قدرت،دولت،حکمت،لوئى،عزت،شان اؤ”تعريف ومومى!“

آاسمان کښے،په مزکه باندے،د مزکے د لاندے يا په١٣ لوقات چه په اؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخسمندر کښے دى،هغوئ ټولو چغے وهلے چه:

د هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډورى ته شکر،عزت،شان اؤ قدرت د تل تر تله وى!“”

آامين!“ پرے ووے اؤ مشران د عبادت د پاره په سجده پريوتل.١٤ اؤ دا څلورو حيوانانو”

اب ب ه شف کا ۶مه ن و ر ه م

اوو مهرونو کښے يو مهر مات کړو اؤ ما د څلورو حيوانانو نه په يوه١ بيا ما وليدل چه هغه ګډورى په آاواز واؤريدو چه”راشه!“ آاس وو اؤ د سوارۀ سره٢کښے د تندر په شان دا اؤ ما وکتل چه هلته يو سپين

آاس سور لاړو چه فتح بيا مومى. ئے لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو اؤ هغه په

اؤ يو بل اس٤ هر کله چه ګډورى دويم مهر مات کړو نو ما واؤريدل چه دويم حيوان وائى چه”راشه!“ ٣اختيار ورکړے شو چه د مزکے نه امن يوسى اؤ چه سړى يو راغے چه تک سور وو اؤ د هغۀ سوارۀ ته دا

بل وژنى،اؤ هغۀ ته يوه لويه توره ورکړے شوه.

آاواز واؤريدو چه”راشه!“ نو زۀ څۀ ګورم چه٥ کله چه ګډورى دريم مهر مات کړو نو ما د دريم حيوان دا آاس راغے اؤ د هغۀ د سوارۀ په لاس کښے يو تله وه. آاواز٦يو تور اؤ ما د څلورو حيوانانو د مينځه يو

واؤريدو چه وئيل ئے چه”د ټولے ورځے مزدورى د درے پاوه غنمو په سر اؤ د ټولے ورځے مزدورى د نههپاوه وربشے په ډوډئ،خو د ښونانو تيل اؤ شرابو ته نقصان مه رسوئ.“

آاواز واؤريدو چه”راشه!“ ٧ اؤ زۀ څۀ٨ کله چه ګډورى څلورم مهر مات کړو نو ما د څلورم حيوان دا نوم ئے مرګ وو اؤ عالم ارواح ورپسے جخت راروان وو. هغوئ ته د آاس وو اؤ د سوارۀ ګورم چه زيړ

اختيار ورکړے شوے وو چه په جنګ،په قحط،په وبا اؤ په ځنګلى ځناورو خلق مړۀ څلورمے برخے مزکے کړى.

هر کله چه ګډورى پنځم مهر مات کړو نو ما د قربان ګاه د لاندے د هغو خلقو روحونه وکتل چه د٩لکه!١٠خدائے د کلام اؤ د خپلے ګواهئ په وجه قتل کړى شوى وو. هغوئ په زوره چغه کړه چه”ما

پاکه اؤ رښتونى خدايه! تر څو به فيصله ونۀ کړے اؤ د مزکے د اوسيدونکو نه به زمونږ د وينے بدل وانۀ هر يو ته سپينه چوغه ورکړے شوه اؤ ورته ووئيلے شول چه”لږ شان تر هغے صبر وکړئ چه١١خلے؟“

بيا ما وکتل چه ګډورى١٢ستاسو ټول وروڼه اؤ په خدمت کښے ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“

Page 8: Pashto bible injil new testament revelation

شپږم مهر مات کړو اؤ يوه سخته زلزله راغله اؤ نمر د جنازے د ټاټ په شان تور شو اؤ سپوږمئ لکه داينځر نه د سيلئ په وجه١٣وينو سره شوه. آاسمان نه په مزکه داسے راپريوتل لکه چه د اؤ ستورى له

آاسمان داسے فنا شو لکه کتاب چه ټپ کړے شى اؤ هر غر اؤ هره جزيره د١٤کچه ميوه راپريوزى. اؤ آازادو ټولو١٥خپله ځايه وخوزيده. نو بيا د مزکے بادشاهانو،سردارانو،جرنيلانو،شته منو،طاقتورو،غلامانو اؤ

نونه پټ کړل. اؤ هغوئ غرونو اؤ ګټانو ته چغے١٦خلقو په غارونو اؤ د غرونو په ګټانو کښے خپل ځا کړے چه”په مونږ راپريوزئ اؤ مونږ د تخت د پاسه ناست د مخے نه اؤ د ګډورى د غضب نه پټ کړئ!

ځکه چه د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلے ده اؤ څوک ورته ټينګيدے شى؟“١٧

اب ب ه شف کا ۷مګيدل ل هر م و ل ي ئ ا سر ا و ر ز و ښت وي ور څل و لک څل ي ه پ

د دے نه پس ما څلور فرښتے د مزکے په څلورو ګوټونو ولاړے وليدلے اؤ څلور واړه بادونه ئے ځکه١ بيا ما بله فرښته له نمر خاتۀ نه په راختو٢راټينګ کړى وو چه په سمندر،مزکه يا په يوه ونه باد ونۀ لګى.

وليده چه د رب الحئ مهر ورسره وو اؤ هغه څلورو فرښتو ته ئے په زوره وئيل،چه چا ته په مزکه اؤ سمندراختيار ورکړے شوے وو، ”تر هغے سمندر،مزکے اؤ ونو ته نقصان مه رسوئ تر څو٣د نقصان ورکولو

اؤ ما چه د هغوئ شمار واؤريدو چا ته٤چه مونږ د خدائے مهر د هغۀ د خادمانو په تندو نۀ وى لګولے.“ اسرائيل د ټولو خيلونو نه په يو لک څلور څلويښت زرو مهر ولګولے شو. چه مهرونه لګولى شوى وو اؤ د

دولس زره٦ دولس زره له يهوداه د خيل نه،دولس زره د روبين له خيل نه،دولس زره له ګاډ له خيل نه، ٥ دولس زره د شمعون له٧د اشير له خيله نه،دولس زره د نفتالى له خيل نه،دولس زره د منشه له خيل نه،

دولس زره د زبولون له خيل نه٨خيل نه،دولس زره د ليوى له خيل نه،دولس زره د يساکار له خيل نه، ،دولس زره د يوسف له خيل نه اؤ دولس زره د بنيامين له خيل نه وو.

ه ګڼ ه ي و ل و ن و م و ق و ل و ټ د لونو اؤ د مختلفو ژبو د٩ اؤ له دے نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه،دا د ټولو قومونو،خي

آاغوستے وے اؤ د ويونکو خلقو جمع د تخت اؤ د ګډورى د وړاندے ولاړه وه. اؤ هغوئ سپينے جامے اؤ په زوره ئے دا چغے وهلے چه”خلاصون زمونږ د١٠کجورو څانګے ئے په لاسونو کښے نيولے وے.

اؤ د تخت چاپيره چه څومره فرښتے ولاړے وے١١خدائے دے چه په تخت ناست دے،اؤ د ګډورى.“ اؤ مشران اؤ څلور حيوانان اؤ ټولے فرښتے د تخت په وړاندے پړمخے پريوتل اؤ د خدائے عبادت ئے وکړو

آامين! برکت،لوئى،حکمت،شکر ګذارى،عزت،قدرت اؤ زور د تل تر تله١٢ چه چغے ئے وهلے چه”آامين.“ زمونږ د خدائے وى!

آاغوستے١٣ بيا په مشرانو کښے يو ما ته مخ راواړولو اؤ تپوس ئے وکړو چه”دا خلق چه سپينے جامے ئے دى،څوک دى اؤ د کومے راغلى دى؟“

لکه! تۀ خبر ئے،نۀ چه زۀ.“١٤ ما جواب ورکړو چه”زما ما

Page 9: Pashto bible injil new testament revelation

بيا هغۀ ما ته ووئيل چه”دا هغه کسان دى چه د لوئے تنګسيا نه راغلى دى،هغوئ خپلے جامے د ګډورى ځکه خو دوئ د خدائے د تخت د وړاندے ولاړ دى اؤ د١٥په وينو وينځلے اؤ سپينے کړے دى.

خدائے په کور کښے شپه اؤ ورځ د هغۀ په عبادت کښے لګيا دى،اؤ هغه چه په تخت ناست دے،به د دوئ به بيا هيڅ کله نۀ وږى کيږى،نۀ تږى کيږى،نمر به دوئ نۀ تنګوى اؤ نۀ به١٦دوئ سره اوسيږى.

ځکه چه کوم ګډورے چه د تخت په مينځ کښے دے،هغه به د دوئ١٧تيزه ګرمى تکليف وررسوى. شپونکے وى اؤ دوئ به د ژوند د اوبو چينو ته بيائى،اؤ خدائے به د دوئ د سترګو نه ټولے اوښکے پاکے

کړى.“

اب ب ه شف کا ۸مه مجمر و ر ز و د سر ؤ ا هر م م وو ا

آاسمان کښے قلاره قلارى وه.١ اووم مهر مات کړو نو تقريبا تر نيمے ګينټے پورے په اؤ کله چه ګډورى اووۀ سرنا ورکړے٢ اووۀ فرښتے ولاړے وے،هغوئ ته بيا ما وليدل چه د خدائے په وړاندے چه کومے

شوے.

بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمره په لاس راغله اؤ د قربانګاه سره ودريده اؤ هغے ته ډيره زياته٣ خوشبوئ ورکړے شوه چه د تخت د وړاندے د سرو زرو په قربانګاه ئے د ټولو پاکانو د دعا سره پيش

بيا٥ اؤ د فرښتے د لاس نه د خوشبوئ د سوزولو لوګے د پاکانو د دعا سره پاس خدائے ته لاړ. ٤کړى. آاوازونه فرښتے مجمره راواخسته،د قربانئ د اور نه ئے ډکه کړه اؤ په مزکه ئے راګذار کړه،نو بيا د تندر

،بريښنا اؤ زلزله راغله.

ز ا و آا ا ن ر س د اووۀ سرنا وے،غږولو ته تيارے شوے.٦ اووۀ فرښتے چه ورسره بيا هغه

کله چه اولنئ فرښتے خپله سرنا وغږوله نو اور اؤ ږلئ د وينے سره په مزکه راووريدل اؤ د مزکے دريمه٧حصه ئے وسوزوله اؤ د ونو دريمه حصه وسوزيده اؤ ټول شنۀ واښۀ وسوزيدل.

اؤ هر کله چه دويمے فرښتے خپله سرنا وغږوله نو داسے لکه د يو لوئے غر چه پرے اور بليدو،سمندر ته٨ اؤ په کښے دريمه حصه ژوندى سړى مړۀ شول اؤ٩وغورزولے شو اؤ د سمندر دريمه حصه وينه شوه،

دريمه حصه جهازونه په کښے غرق شول.

آاسمان نه ګذار شو چه د مشعل په١٠ کله چه دريمے فرښتے خپله سرنا وغږوله نو يو لوئے ستورے له نوم مستياره وو. اؤ د اوبو١١شان بليدو اؤ هغه د سيندونو اؤ چينو په دريمه حصه ورپريوتو. د ستورى

دريمه حصه د مستيارے په شان ترخه شوه اؤ ډير زيات خلق د دے ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.

Page 10: Pashto bible injil new testament revelation

کله چه څلورمے فرښتے خپله سرنا وغږوله نو د نمر دريمه حصه اؤ د سپوږمئ اؤ د ستورو دريمه حصه١٢ ووهلے شوه اؤ د دغو دريمه حصه تيارۀ شوه اؤ د ورځے دريمه حصه رڼا ختمه شوه اؤ دغه شان د شپے

هم.

آاسمان کښے والوتو اؤ په چغو ئے نعرے وهلے چه”افسوس! افسوس!١٣ بيا ما وليدل چه عقاب په نيم افسوس! د مزکے په اوسيدونکو باندے،په وجه د هغه پاتے درے فرښتو په سرنا چه اوس به ئے وغږوى.“

اب ب ه شف کا ۹مآاسمان نه مزکے ته راپريوتے وو اؤ١ بيا هغه پنځمے فرښتے خپله سرنا وغږوله اؤ ما يو ستورے وليدو چه د

د دے سره هغۀ عالم ارواح پرانستلو اؤ د٢هغه ستورى ته د عالم ارواح کنجيانے ورکړے شوے وے. لوګى نمر اؤ باد تور کړل. لوګے راوختلو اؤ د عالم ارواح لوګى٣هغه کندے نه د لوئے بټئ په شان بيا د

اختيار ورکړے شو. هغوئ ته دا وئيلے٤نه په مزکه ملخان راغلل اؤ هغوئ ته د مزکے د لړمانو په شان شوى وو چه واښو،ونو،اؤ بوټو ته هيڅ نقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ د چا په

اختيار نه،خو تش لکه د لړم د لشے تر پنځو٥تندى چه د خدائے مهر نۀ وو لګيدلے. هغوئ ته د وژلو اختيار ورکړے وو. په دے دوران کښے به دا کسان په زارو مرګ وغواړى خو٦مياشتو پورے د عذابولو

دا ملخان جنګ ته د٧دوئ به ئے ونۀ مومى.،هغوئ به د مرګ خواهش لرى خو مرګ به ترے تښتى. تيار کړو اسونو په شان ليدلے شول اؤ په سرونو ئے د سرو زرو په شان تاجونو وو اؤ د هغوئ مخونه د

اؤ د٩ اؤ ويښتۀ ئے د ښځو په شان اؤ د هغوئ غاښونه د مزرو د غاښونو په شان وو. ٨انسان په شان وو. آاسونو اؤ بګيانو په شان وو کومے چه د آاواز اوسپنے په شان زغرے ئے اغوستے وے اؤ د هغوئ د وزرو

د هغوئ لکئ د لړمانو په شان وے چه په کښے لشے وے اؤ د هغوئ په لکو١٠جنګ ميدان ته ځى. آادمو د عذابولو تر پنځو مياشتو طاقت وو. اؤ د دوئ بادشاه د عالم ارواح فرښته وه چه په١١کښے د بنى

نوم ابدون،اؤ په يونانئ ژبه کښے اپوليون دے،يعنے تباه کوونکے. عبرانئ کښے د هغے

لونکى دى.١٢ اوس اولنے افسوس تير شو خو دوه نور لا رات

آاواز واؤريدو کوم چه د خدائے په وړاندے ولاړ د سرو١٣ بيا هغه شپږمے فرښتے خپله سرنا وغږوله اؤ ما يو هغۀ شپږمے فرښتے ته ووئيل چه د چا سرنا وه١٤زرو په قربان ګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.

آازادے کړه.“ آازادے١٥چه”د لوئے فرات درياب د عاړے نه هغه تړلے څلور فرښتے نو هغه څلور فرښتے آادمو د مړ کولو د پاره د دے کال،د دے مياشتے،د دے ورځے اؤ کړے شوے چه د دريمے برخے بنى

اؤ ما د هغوئ د رسالو د سوارو شمار شل کروړه١٦د دے ساعت د پاره تيارے کړے شوے وے. آاسونه اؤ د هغوئ سوارۀ په رويا وليدل،هغوئ د اور په شان زليدونکى سرے١٧واؤريدو. دغسے ما هغه

آاسونو سرونه ئے د مزرو د سرونو په آاغوستے. اؤ د آاسمانى رنګے اؤ د ګوګړو په شان زيړے زغرے ئے ، لوګے اؤ ګوګړ راوتل. لوګے اؤ ګوګړ چه د١٨شان وو اؤ د خلے نه ئے اور، آافتونه لکه اور، دا درے

آادم مړۀ کړل. آاسونو طاقت په خلۀ اؤ په لکو١٩هغوئ د خلے نه راوتل،په هغو ئے دريمه حصه بنى د

Page 11: Pashto bible injil new testament revelation

کښے هم وو ځکه چه لکئ ئے د مارانو په شان وے چه سرونه ئے وو اؤ په هغو ئے خلق عذابول.

آافتونو کښے مړۀ شوى نۀ وو د خپلو عملونو نه توبه ونۀ ويسته اؤ نۀ٢٠ باقى پاتے شوے خلق چه په دے ئے د شيطانانو اؤ د سرو زرو،سپينو زرو،د کوټو،د کاڼو اؤ د لرګو نه د جوړ شوى بتانو د عبادت کولو نه

آاؤريدلے شى اؤ نۀ خوزيدلے شى. اؤ نۀ هغوئ د خپلو٢١توبه ويستله،کوم بتان چه کتلے نۀ شى،نۀ لونو،د خپلے جادوګرئ،خپلے حرامکارئ،اؤ نۀ ئے د خپلو ډاکو نه توبه وويستله. قت

اب ب ه شف کا ۱۰ماب ؤ ورکوټے کت ا ه رښت ف

آاسمان نه په راکوزيدو وليده چه په وريځ کښے ئے خپل ځان نغښتے وو١ بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته له ٢اؤ چه د بوډئ ټال ئے په سر وو،څيره ئے د نمر په شان ځليده اؤ پښے ئے د اور د ستنو په شان وے.

اؤ د هغے په لاس کښے يو ورکوټے پرانستلے کتاب وو. هغے ښئ پښه په سمندر کيښودله اؤ ګسه پښه بيا هغے د مزرى د غړمبا په شان يوه لويه چغه وويستله اؤ کله چه هغے چغے٣ئے په مزکه کيښودله.

اووۀ تندرونه وګړزيدل. آاواز٤کړلے نو آاسمان نه دا آاوازونو نه پس ليکل خو ما د اوو تندرونو د ما د هغو اوو تندرونو وئيلى دى،دا مه ليکه.“ واؤريدو چه”دا پټ وساته،هر څۀ چه

اوچت کړو. ٥ آاسمان ته اؤ٦ بيا هغه فرښته چه ما په سمندر اؤ مزکه ولاړه ليدلے وه هغے خپل ښئ لاس آاسمان،مزکه،سمندر اؤ په دوئ کښے ئے هر په هغه چا ئے قسم وخوړلو چه تل تر تله ژوندے دے اؤ په

اوومے فرښتے د سرنا غږولو٧څۀ پيدا کړى دى چه”اوس نور ډيل نۀ دے په کار! خو هر کله چه د وخت راځى نو د خدائے پټ مطلب لکه څنګه چه هغۀ خپلو خادمانو نبيانو ته زيرے ورکړے دے، به

پوره شى.“

آاؤريدلے وو،ما سره بيا په خبرو شو اؤ وئے وئيل چه”لاړ شه اؤ په سمندر اؤ٨ آاسمان نه آاواز چه ما له هغه په مزکه ولاړے فرښتے د لاسه هغه پرانستلے کتاب واخله.“

نو بيا زۀ هغے فرښتے ته لاړلم اؤ ورته مے ووئيل چه ما له هغه پرانستلے ورکوټے کتاب راکړه. نو هغے٩ ووئيل چه”واخله اؤ وئے خوره،دا به ستا خيټه ترخه کړى سره د دے چه ستا په خلۀ کښے به ئے خوند

لکه د شاتو خوږ وى.“

نو ما هغه ورکوټے پرانستلے کتاب د فرښتے د لاسه واخستو اؤ ومے خوړلو اؤ په خلۀ ئے لکه د شاتو١٠ بيا هغوئ ما ته ووئيل چه”ضرورى دى چه١١خوند راکړو خو چه مے تير کړو نو زما خيټه ئے ترخه کړه.

بيا په ډيرو خلقو اؤ قومونو اؤ ژبو اؤ بادشاهانو ته پيشن ګوئى وکړے.“

Page 12: Pashto bible injil new testament revelation

اب ب ه شف کا ۱۱من ها ا دوه ګو

اوږده لښته راکړے شوه اؤ راته ئے ووئيل چه”اوس پورته شه اؤ د خدائے کور اؤ١ ما ته د ګز په شان يوه خو د خدائے د کور بهرنے غولے مه کچ کوه٢قربان ګاه کچ کړه اؤ د عبادت کوونکو تعداد شمار کړه.

ځکه چه هغه غيرو قومونو له ورکړے شوے دے اؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورےآاغوستے د پيشن ګوئى د پاره مقرر کړم اؤ دوئ٣پايمال کړى. اؤ زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامے

به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى.

لک د وړاندے ولاړ دى. ٤ ټونه دى کوم چه د مزکے د ما که څوک٥ دا هغه دوه د ښونۀ ونے اؤ دوه ډيونقصان رسول غواړى نو د دوئ د خلے نه اور راوريږى اؤ د دوئ دښمنان به ونغړى اؤ دغه شان دوئ ته

آاسمان بند کړى چه٦به هغه هر څوک چه دوئ ته نقصان رسول غواړى،مړۀ شى. اختيار لرى چه دوئ اختيار لرى چه له اوبو نه وينے جوړے کړى اؤ بيا د دوئ د نبوت په دور کښے باران ونۀ شى،اؤ دوئ هم

آافتونه راولى. په مزکه د خپلے مرضئ په مطابق

اؤ چه دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالم ارواح نه به ځنګلى ځناور راوزى اؤ د دوئ سره به جنګ٧ اؤ د هغوئ لاشونه به د لوئے ښار په کوڅو کښے پراتۀ٨ونښلوى اؤ غالب به شى اؤ مړۀ به ئے کړى.

لک هم په سولئ شوے وو،چه د مثال په طور ورته صدوم اؤ مصر وئيلے شى. ٩وى،چرته چه د هغوئ ما

تر درے نيمو ورځو پورے به خلق،د هر خيل،د هرے ژبے اؤ د هر قوم د دوئ لاشونو ته ګورى اؤ داجازت به ورنۀ کړى. د مزکے ټول خلق به ورته په سترګو کښے خاندى اؤ١٠دوئ د لاشونو د ښخولو

١١خوشحالئ به کوى اؤ يو بل ته به ډالئ ورکوى ځکه چه دغو دوو نبيانو د مزکے ټول خلق عذابول.

خو د درے نيمو ورځو نه پس خدائے په هغوئ کښے د ژوندون روح واچولو اؤ هغوئ په خپلو پښوآاسمان نه واؤريدو چه وئيل ئے١٢ودريدل اؤ چا چه دا وليدل،هغه ټول ويريدل. آاواز له اوچت بيا دوئ يو

آاسمان ته لاړل اؤ دښمنانو هغوئ ته کتل. هم په دغه١٣چه”دلته راشئ!“ اؤ هغوئ په وريځو کښے وخت يوه سخته زلزله راغله،د ښار لسمه حصه راوغورزيدله اؤ اووۀ زره کسان په دے زلزله کښے هلاک

آاسمانى خدائے ثنا وئيله. شول اؤ نورو په ويره کښے د

لونکے دے.١٤ دويم افسوس تير شو خو دريم زر رات

ا ن ر س ه م وو اآاسمان کښے په زوره دا چغے واؤريدے شوے چه:”د دنيا١٥ اوومے فرښتے خپله سرنا وغږوله اؤ په بيا

اؤ هغه څليريشت١٦بادشاهى زمونږ د رب اؤ د هغۀ د مسيح ده اؤ هغه به تل تر تله حکمومت کوى!“ مشران چه د خدائے د وړاندے په خپلو تختونو ناست وو،هغوئ پړمخے په سجده پريوتل اؤ د خدائے دا

ثنا ئے ووئيله چه:

”ائے ربه خدايه! القادره! مونږ ستا شکر کوو،تۀ چه ئے اؤ چه وے،ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اؤ١٧

Page 13: Pashto bible injil new testament revelation

قومونه په قهر شول ځکه چه ستا د قهر وخت راغلے دے،د مړو د١٨بادشاهى په لاس کښے واخيسته. عدالت کولو وخت راغلے دے،ستا د خادمانو نبيانو د اجر وخت راغلے دے،اؤ ستا د پاکانو اؤ هغه ټولو

نوم عزت کولو. اؤ د هغو د تباه کيدلو وخت راغلے دے چه ئے مزکه لويو اؤ وړو وخت چا چه ستا د تباه کوى.“

آاسمان کښے د خدائے کور پرانستے شو اؤ په هغۀ کښے د هغۀ د وعدے صندوق ښکاره شو،نو بيا١٩ په د بريښنا شغلے،د تندر ګړزا،زلزله اؤ د ږلئ طوفان راغے.

اب ب ه شف کا ۱۲مژدها ا ؤ ا ښځه

آاغوستے وو اؤ١ آاسمان کښے يوه لويه نخښه ښکاره شوه چه يوه ښځه وه چه نمر ئے لکه جامے بيا په هغے د حمل د تکليف له کبله٢سپوږمئ د هغے تر پښو لاندے وه اؤ په سر ئے د دولسو ستورو تاج وو.

د زوزاد پيدا کيدو چغے وهلے.

اووۀ سرونه اؤ لس ښکرونه٣ آاسمان کښے ښکاره شوه چه يوه غټه سره اژدها وه چه بيا يوه بله نخښه په اووۀ تاجونه وو. آاسمان نه راکښل اؤ٤ئے وو اؤ په سرونو ئے اؤ هغۀ په خپله لکئ دريمه حصه ستورى له

په مزکه ئے راغورزول. اژدها د هغے لنګيدونکے ښځے په وړاندے ودريده د دے د پاره چه هر کله چه د هغے زوئے پيدا شو چه په ټولو قومونو به د اوسپنے٥د هغے ښځے بچے وشى چه دا ئے لواړ تير کړى.

اؤ٦د امسا په زور حکومت کوى. خو د هغے بچے خدائے اؤ د هغۀ تخت ته سمدستى وخيژولے شو. ښځه په خپله بيابان ته وتښتيدله چرته چه د هغے د پاره خدائے ځائے تيار کړے وو چه هلته تر دولس

سوه شپيتو ورځو پورے پاتے شى.

آاسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اؤ د هغۀ فرښتو د اژدها سره جنګ جوړ کړو. اؤ اژدها اؤ د٧ بيا په آاسمان کښے د هغو د پاره ځائے نۀ وو. ٨هغۀ فرښتو جنګ وکړو. نو٩ خو هغوئ فتح ونۀ موندله اؤ په

ابليس بللے شى چه ټول عالم غلوى دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه،دا هغه زوړ مار چه شيطان يا ،هغه د خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګذار کړے شو.

آاواز په دے شان واؤريدو چه”اوس خلاصون اؤ قدرت اؤ زمونږ د١٠ اوچت آاسمان کښے يو بيا ما په الزام لګوونکے چه شپه اؤ اختيار،ځکه چه زمونږ په وروڼو اؤ د هغۀ د مسيح خدائے بادشاهى راغلے ده

آاسمان نه ګذار کړے شوے دے. الزام لګوى،له خو زمونږ١١ورځ زمونږ د خدائے په مخکښے پرے وروڼه په هغۀ د ګډورى د وينے په وسيله اؤ ګواهئ د کلام په وجه غالب شول،اؤ خپل ځان ئے هم عزيز

نونو! اؤ د هغه اوسيدونکو خلقو! ښادى١٢ونۀ ګڼلو تر دے چه مرګ ئے هم قبول کړو. آاسما نو ائے ابليس ډير په غصه تاسو ته ښکته راغے ځکه چه هغه خبر کوئ،خو ائے مزکے اؤ سمندره! افسوس چه

دے چه وخت ئے لنډ دے.

Page 14: Pashto bible injil new testament revelation

کله چه اژدها خپل ځان په مزکه راغورزيدلے وليدو نو هغه ښځے پسے شو چه زوئے ئے راوړے وو.١٣ خو ښځے ته د عقاب دوه لوئے وزرونه ورکړے شول چه هغه په بيابان کښے هغه ځائے ته والوزى١٤

مار د خپلے خلے نه د اوبو١٥چرته چه به هغه له مار نه تر درے نيم کالو پورے محفوظ وساتلے شى. خو مزکے د ښځے مدد وکړو،خپله خلۀ ئے وازه١٦يو سيلاب وبهيولو چه هغه ښځه په کښے يوسى.

په دے اژدها هغه ښځے ته نور هم په غصه شو اؤ د١٧کړه د اژدها د خلے هغه سيلاب ئے تير کړو. ى هغے د نور نسل سره د جنګ د پاره لاړو،دا هغه خلق دى چه د خدائے حکمونه منى اؤ د عيس

اژدها د سمندر په غاړه ودريده.١٨شهادت ساتى.

اب ب ه شف کا ۱۳مور ا ګلى ځن دوه ځن

اووۀ سرونه وو،اؤ د هغۀ په١ بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. د هغۀ لس ښکرونه اؤ نوم وو. ما چه کوم ځنګلى ځناور وليدو،هغه د پړانګ٢ښکرونو لس تاجونه وو اؤ په هر سر ئے د کفر يو

لو په شان وے خلۀ ئے د مزرى په شان وه. اژدها هغۀ له خپل طاقت په شان وو خو د هغۀ پښے د مياختيار ورکړو. د هغۀ يو سر د مرګى يو ګذار خوړلے وو خو هغه د مرګى پرهر ئے٣،بادشاهى اؤ لوئے

سړو هغه اژدها ته سجده وکړه ځکه چه٤جوړ شوے وو اؤ ټوله دنيا په هغه ځناور پسے په حيرانتيا لاړه. اختيار ځنګلى ځناور ته ورسپارلے وو،هغوئ ځناور ته هم سجده وکړه اؤ دا ئے ووئيل هغۀ خپل

چه”څوک د دے ځناور په شان دے،اؤ څوک ورسره جنګيدلے شى؟“

اؤ د کفر خبرے وکړى،اؤ تر دوه څلويښتو مياشتو٥ اختيار ورکړے شو چه غټے غټے ځنګلى ځناور ته دا نوم اؤ د٦پورے د حکومت واک ورکړے شو. هغۀ په خدائے پورے کفر خبرے وکړلے اؤ د خدائے

آاسمانى مخلوق ته ئے کنځل شروع کړل. آاستوګنے ځائے اؤ اختيار ورکړے شو٧هغۀ د هغۀ ته دا هم اختيار ورکړے لونو اؤ خلقو،ژبو اؤ قومونو چه د پاکانو سره جنګ وکړى اؤ پرے غالب شى،اؤ په ټولو خي

اؤ په مزکه ټول اوسيدونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه د چا نومونه چه هغه حلال٨شو. شوى ګډورى د ژوندون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى.

آاؤريدے شى هغه د واؤرى. ٩ چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى،چا ته چه په توره قتل١٠ څوک چه کيدل وى نو هغه به په توره قتل شى. په دے کښے د پاکانو زغم اؤ ايمان په کار دے.

بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو،هغۀ د ګډورى په شان دوه ښکرونه لرل خو د١١اختيار د هغۀ په مخکښے چلوى اؤ١٢اژدها په شان ئے خبرے کولے. هغه د اولنى ځنګلى ځناور ټول

هغه به مزکه اؤ د هغے اوسيدونکى مجبور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه د چاآاسمان١٣د مرګى پرهر چه جوړ شوے وو. اؤ هغۀ لوئے معجزے کولے تر دے چه د خلقو په وړاندے د

اختيار ورکړے شو چه د هغه ځنګلى ځناور په وړاندے معجزے١٤نه مزکے ته اور وروى. اؤ هغۀ له دا وکړى اؤ د مزکے اوسيدونکى وغلوى اؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه د هغه ځنګلى ځناور په شان يو بت

Page 15: Pashto bible injil new testament revelation

اختيار هم ورکړے شو١٥جوړ کړى چه د تورے ګذار ئے خوړلے وو خو بيا ژوندے وو. اؤ هغۀ له دا چه د اولنى ځنګلى ځناور په بت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اؤ هغه ټول کسان چه ورته

آازادو په ښى لاس يا١٦سجده نۀ کوى،مړۀ کړى. اؤ دا چه هغه په لويو وړو،شته منو اؤ غريبانو،غلامانو اؤ اجازت نۀ وى تر څو چه د١٧په تندى يوه نخښه ولګوى. آاخستلو يا خرڅولو اؤ هيچا ته تر هغے د څۀ

نوم شمار پرے نۀ وى. نوم يا د دے ځنګلى ځناور نخښه،

نوم شمار کړى،دا شمار د١٨ دغه د حکمت کنجى ده اؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه د د ځناور د يو سړى دے اؤ د هغۀ د شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.

اب ب ه شف کا ۱۴مو حمد ن ره کسا ز ويښت ور څل و لک څل ي د

بيا ما وليدل چه د صيون په غرۀ ګډورے ولاړ وو چه ورسره يو لک څلور څلويښت زره کسان وو چه١نوم ليکلے وو. نوم اؤ د هغۀ د پلار آاواز واؤريدو چه د سيلابى اوبو٢په تندو ئے د هغۀ آاسمان نه يو ما د

آاواز وو لکه چه ډير خلق ستارونه غږوى. هغوئ هلته د تخت اؤ د څلورو٣يا د تندر په شان وو،دا داسے حيوانانو اؤ مشرانو په وړاندے يو نوے حمد وئيلو اؤ دا حمد بے له هغه يو لک څلور څلويښت زرو

آاخستے شوى وو،بل هيچا زده کولے نۀ شو. دا هغوئ دى چه د ښځو سره ئے٤کسانو نه چه په بيعه نونه ئے پاک ساتلى وو اؤ دوئ په ګډورى پسے ځى هر چرته خپل ځان ککړ کړے نۀ دے اؤ خپل ځا

آاخستے شوى دى. آادمو نه اولنے ميوے په طور چه هغه ځى. دوئ د خدائے اؤ د ګډورى د پاره له بنى هغوئ هيچرے دروغ نۀ وئيل اؤ هغوئ پاک دى.٥

م ا غ ي پ و رښت ف و ي ر د د آاسمان په مينځ کښے يوه فرښته په الوتو وليده چه په مزکه ئے هر قوم اؤ خيل،ژبے اؤ خلقو ته د٦ بيا ما د

هغے په زوره چغے کړے چه”د خدائے نه ويريږئ اؤ د هغۀ ثنا وايئ ځکه چه هغه٧تل زيرے ورکولو. آاسمان اؤ مزکه،سمندر اؤ د اوبو وخت راغلے دے چه هغه عدالت کوى. اؤ هغۀ ته سجده وکړئ چه

چينے ئے پيدا کړے دى!“

اؤ هغۀ پسے دويمه فرښته راغله اؤ هغے چغے کړے چه”پريوتو! هغه لوئے بابل پريوتو چه په ټولو قومونو٨ئے د خپلے حرام کارئ قهرژن شراب څښلى دى!“

اؤ بيا ورپسے دريمه فرښته راغله اؤ داسے چغے ئے کړلے،”هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور ته اؤ د٩ هغه د د خدائے د قهر شراب١٠هغۀ بت ته سجده کوى اؤ د هغۀ نخښه په تندى يا په لاس لګوى،

وڅښى کوم چه هغۀ په ټينګ طور د خپل غضب په پيالئ کښے تيار کړى دى. هغه به د پاکو فرښتو اؤ دلوګے به تل١١ګډورى په وړاندے په اور اؤ د ګوګړو په شغلو کښے عذابولے شى. اؤ د هغوئ د عذاب

نوم نخښه تر تله راخيژى اؤ هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور يا د هغۀ بت ته سجده کوى يا د هغۀ د

Page 16: Pashto bible injil new testament revelation

آارام بيا مومى.“ آاخلى،هغوئ به نۀ خو د شپے اؤ نۀ د ورځے

ى وفادار پاتے کيږى.١٢ اؤ د عيس په دے کښے د پاکانو زغم دے،هغوئ چه د خدائے حکمونه منى

آاواز واؤريدو چه وئيل ئے،”دا وليکه! بختور دى هغه څوک چه له دے نه پس به١٣ آاسمان نه يو اؤ ما له لک کښے مړۀ کيږى!“ په ما

آارام وى،ولے چه د دوئ اؤ روح القدس وائى چه”هو،ځکه چه له دے نه پس به هغوئ له تکليفونو نه په عملونه به ورسره وى.“

و کيدل ل ا ي ن د د آادم په١٤ ابن اؤ بيا چه ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه اؤ چه په هغے څوک ناست وو هغه د «

يوه بله فرښته د خدائے له١٥شان» وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو اؤ په لاس کښے ئے تيرۀ لور وو. آاواز چغے کړے چه”خپل لور وروغزوه اؤ وريبه اوچت کور نه بهر راووتله اؤ په وريځ ناست ته ئے په

نو هغۀ چه په وريځے ناست خپل١٦،ځکه چه د فصل وخت راغلے دے اؤ د مزکے فصل پوخ شو.“ لور مزکے ته ورواچولو اؤ د هغے فصل وريبلے شو.

آاسمانى کور نه راووتله اؤ د هغے سره هم يو تيرۀ لور وو.١٧ بيا يوه بله فرښته د خدائے له

اختيار لرى،اؤ هغے د تيرۀ لور١٨ اؤ بيا يوه بله فرښته له قربانګاه نه راووتله،دا هغه فرښته وه چه په اور لرونکى ته چغے کړلے چه”خپل لور ورواچوه اؤ په مزکه د انګورو د بوټى فصل راغونډ کړه ځکه چه

نو هغه فرښتے خپل لور ورواچولو اؤ په مزکه ئے د انګورو د بوټى فصل راټول١٩انګور ئے پاخۀ دى.“ انګور ئے له ښار نه بهر په ګاڼئ٢٠کړو اؤ هغه ئے د خدائے د غضب په هغه لويه ګاڼئ کښے ورواچولو.

آاسونو تر واګو پورے کښے د پښو د لاندے کړے شول اؤ تر درے سوه کلوميټره پورے له ګاڼئ نه د وينے وبهيدلے.

اب ب ه شف کا ۱۵مه و سر ن و ت ف آا آاخرى د رښتے ف

اووۀ١ آاخرى آاسمان کښے يوه لويه اؤ عجيبه نخښه وليدله،اووۀ فرښتے وے چه ورسره له تولو نه بيا ما په آافتونو د خدائے قهر ختم شو. آافتونه وو،په دے

ما وليدل چه د شيشے د سمندر په شان چه اور په کښے ګډ شوے وو،د شيشے د سمندر سره هغه٢نوم په شمار غالب شوى وو. د هغوئ په لاس اؤ د هغۀ د بت اؤ د هغۀ د خلق چه په ځنګلى ځناور

ى اؤ ګډورى حمدونه٣کښے هغه ستارونه وو چه خدائے ورله ورکړى وو. هغوئ د خدائے د غلام موسداسے وئيل:

Page 17: Pashto bible injil new testament revelation

لکه قادر مطلق خدايه! ستا کارونه لوئے اؤ عجيبه دى اؤ ستا لارے د حق اؤ رښتيا دى،ائے د” ائے ما څوک به ويره ونۀ کړى اؤ ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چه تۀ يواځے پاک يئے.٤قومونو بادشاه!

ټول قومونه به راشى اؤ ستا په وړاندے به سجده وکړى ځکه چه دا صفا ښکاره شوى دى چه ستا ټولےفيصلے د صداقت دى.

آاسمان کښے د شهادت د خيمے پاک ځائے پرانستے شو، ٥ اؤ د٦ اؤ له دے نه پس ما وليدل چه په آاغوستے وے چه صفا اؤ ځلقيدونکے آافتونو سره راووتلے اؤ هغوئ مهينے جامے اوو اووۀ فرښتے د هغے نه

اووۀ د٧وے اؤ په سينو ئے د سرو زرو سينه بندونه وو. اوو فرښتو ته بيا په څلورو حيوانانو کښے يو هغه اؤ٨سرو زرو جامونه ورکړل چه د خدائے د قهر نه ډک وو،د هغه خدائے چه تل تر تله به ژوندے وى.

لوګى نه ډک شو اؤ تر هغے هيڅوک ورننوتے نۀ شو تر څو د خدائے کور د خدائے د جلال اؤ قدرت له آافتونه پوره شوى نۀ وو. اووۀ اوو فرښتو چه د

اب ب ه شف کا ۱۶مه ن و م هر جا ق د ے ئ دا خ د

اوو فرښتو ته ئے وئيل چه”لاړے شئ اؤ د١ آاواز واؤريدو چه هغه اوچت بيا ما د خدائے له کور نه يو اووۀ جامونه په مزکه توئ کړئ.“ خدائے د قهر

نو اوله فرښته لاړه اؤ په مزکه ئے خپل جام توئے کړو اؤ د ناسور خوراکى دانے په هغه خلقو ښکاره٢شوے چه د ځنګلى ځناور نخښه ئے لرله اؤ هغه بت ته ئے سجده کړے وه.

اؤ دويمے فرښتے خپل جام په سمندر کښے توئے کړو اؤ د هغۀ اوبۀ د مړى د وينے په شان شوے اؤ په٣سمندر کښے هر زنده سړے مړ شو.

بيا ما واؤريدل چه د٥ اؤ دريمے فرښتے خپل جام په دريابونو اؤ په چينو کښے توئے کړو اؤ وينے شول. ٤٦اوبو فرښتے ووئيل چه”ائے قدوسه خدايه! تۀ چه يئے اؤ وے،تۀ په خپل عدالت کښے صادق يئے.

ځکه چه هغوئ د پاکانو اؤ ستا د نبيانو وينے توئے کړے دى اؤ تا هغوئ ته د څښلو د پاره وينےلکه خدايه! تۀ په ټولو قادر يئے٧ورکړے،هغوئ د دے لايق دى.“ اؤ ما د قربانګاه چغه واؤريده،هو ما

،ستا ټولے فيصلے رښتينے اؤ په حقه دى.

اختيار ورله ورکړے شو چه په خپلو شغلو خلق٨ اؤ څلورمے فرښتے خپل جام په نمر توئے کړو اؤ دا آافتونو د نازلولو٩وسيزى. نوم کفر ووئيل چه د دے اؤ هغوئ بد بد وسوزيدل خو هغوئ د خدائے په

انکارى شول اؤ نۀ ئے د هغۀ ثنا ووئيله. اختيار لرى،اؤ هغوئ د توبه ايستلو نه

اؤ پنځمے فرښتے د ځنګلى ځناور په تخت خپل جام توئے کړو اؤ د هغۀ په بادشاهئ کښے تيارۀ شوه.١٠

Page 18: Pashto bible injil new testament revelation

آاسمانى خدائے ته١١اؤ خلقو د دړد نه خپلے ژبے چيچلے، خو هغوئ د خپل دړد اؤ د ناسور په وجه کفر ووے،اؤ څۀ چه هغوئ کړى وو،له هغے نه ئے توبه ونۀ کړله.

اؤ شپږمے فرښتے خپل جام د فرات په لوئے درياب کښے توئے کړو اؤ د هغۀ اوبۀ وچے شوے چه د١٢ بيا ما وليدل چه د اژدها د ځنګلى ځناور اؤ د دروغژن نبى١٣نمر خاتۀ د بادشاهانو د پاره لار تياره شى.

د ناپاک روحونه وو چه معجزے ښئ١٤د خلے نه د چيندخانو په شان درے ناپاک روحونه راووتل. ،هغوئ د دے د پاره ځى چه د دنيا ټول بادشاهان د خدائے القادر د لوئے ورځے د جنګ د پاره راجمع

کړى.

آاغوستے وى ځکه چه هغه١٥ ”ګورئ،د غل په شان درځم! بختور دے هغه چه بيدار وى اؤ جامے ئے به بربنډ نۀ شى اؤ خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى!“

نو هغوئ بادشاهان هغه ځائے ته راجمع کړل چه په عبرانئ کښے ورته ارمګدون وائى.١٦

آاواز راغے چه هغۀ١٧ اوچت بيا اوومے فرښتے خپل جام په باد توئے کړو اؤ د خدائے دکور له تخت نه يو له دے نه پس د بريښنا شغلے اؤ د تندر ګړزا اؤ يوه دومره سخته زلزله راغله چه١٨وئيل چه”دا وشوه!“

آادم د پيدايښت راسے چرے هم نۀ وه راغلے. اؤ هغه لوئے ښار په درے ځايه تقسيم شو اؤ د١٩د بنى دنيا ښارونه ونړيدل،اؤ خدائے ته لوئے بابل راياد شو بلکه د خپل غضب اؤ قهر د شرابو نه ډکه پياله ئے

آاسمان نه٢١ هره يوه جزيره غايبه شوه اؤ يو غر هم ليدے نۀ شو. ٢٠هغۀ له ورکړه. آادمو له اؤ په بنى آافت آافت خدائے ته کفر ووئيل ځکه چه هغه تقريبا پنځوس کيلو وزن برابر ږلئ ووريدله اؤ هغوئ د ږلئ په

ډير سخت وو.

اب ب ه شف کا ۱۷مه کنجرئ ر و مشه

اووه فرښتے چه جامونه ئے نيولى وو،په هغوئ کښے يوه ما له راغله اؤ وئے وئيل چه”راځه! چه١ بيا هغه زۀ درته د هغے لوئے کنجرئ سره کيدونکے عدالت وښئيم چه د ډيرو سمندرونو د پاسه په تخت ناسته

د مزکے بادشاهانو د هغے سره بدکارى کړے ده اؤ د هغے د حرامکارئ په شرابو د دنيا ټول خلق٢ده. نشه شوى دى.“

اؤ د خدائے روح په ما غلبه وکړه اؤ د هغۀ فرښتے زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چه په يو٣اووۀ سرونه اؤ لس قرمزى رنګ ځنګلى ځناور سوره وه. د هغۀ په ټول بدن د کفر نومونه ليکلى وو اؤ

آاغوستے وے چه د سرو زرو په کالو،جواهراتو اؤ٤ښکرونه ئے وو. هغه ښځے ارغوانى قرمزى رنګ جامے مرغلرو ډؤلے شوے وه. د هغے په لاس کښے د سرو زرو پياله وه چه د بے حيائى اؤ د هغے د حرامکارئ

نوم ليکلے وو چه راز دے.”لوئے بابل،د کنجرو اؤ د دنيا د٥د ناپاکئ نه ډکه وه. اؤ د هغے په تندى يو ى د شهيدانو په وينه په نشه٦هرے بے حيائى مور.“ اؤ ما وليدل چه هغه ښځه د پاکانو په وينه اؤ د عيس

Page 19: Pashto bible injil new testament revelation

وه.

خو فرښتے راته ووئيل چه”دا تۀ دومره ولے حيران يئے؟ زۀ٧کله چه ما هغه وليده نو زۀ ډير حيران شوم. اووۀ سرونه اؤ لس ښکرونه لرى،راز به درته د دے ښځے اؤ دا چه په کوم ځنګلى ځناور سوره ده چه

کوم ځنګلى ځناور چه تا وليدو،هغه دے چه ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے،هغه به٨ښکاره کړم. د عالم ارواح نه راخيژى اؤ هلاک به شى. اؤ په دنيا کښے هغه خلق چه د چا نومونه چه له ازل نه د

ژوندون په کتاب کښے نۀ دى ليکلى شوى،هغوئ به د ځنګلى ځناور په ليدو حيران شى ځکه چه هغهيو وخت ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے،خو بيا به هم ښکاره شى.

اووۀ غرونه دى چه دا ښځه پرے٩ اووۀ سرونه هغه اؤ په دے پوهيدلو د پاره ډير حکمت په کار دے. دا اووۀ بادشاهان دى چه پنځۀ پخوا تير شوى دى اؤ يو ژوندے دے اؤ يو بل به١٠ناسته ده،خو دوئ هم

اؤ هغه ځنګلى ځناور چه يو وخت١١راځى اؤ کله چه هغه راشى نو هغه به د لږ وخت د پاره وى. اوو نه يو دے اؤ هغه به هلاک ژوندے وو اؤ اوس ژوندے نۀ دے،هغه اتم بادشاه دے،خو بيا هم هغه له

شى.

کوم لس ښکرونه چه تا وليدل،هغه لس بادشاهان دى چه هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے،خو١٢اختيار ومومى. ځکه چه د هغه ټولو يو١٣هغوئ به د يوے ګينټے د پاره د ځنګلى ځناور سره د بادشاهئ

اختيار ځنګلى ځناور ته ورکړى. هغوئ به د ګډورى سره جنګ وکړى١٤مقصد دے چه خپل طاقت اؤ لک اؤ د بادشاهانو بادشاه دے،اؤ هغوئ لکانو ما خو ګډورے به په هغوئ غالب شى ځکه چه هغه د ما

هم ورسره دى چه بللى شوى،غوره شوى اؤ وفادار دى.“

بيا هغے ما ته ووئيل چه”تا چه کوم سمندر وليدو چه لويه کنجرئ پرے ناسته وه،دا د خلقو١٥ هغه لس ښکرونه چه تا وليدل،هغه به سره د ځنګلى ځناور له دے١٦جميعتونه،قومونه اؤ ژبے دى.

کنجرئ سره دښمنى کوى،هغوئ به دا بربنډه اؤ برباده کړى اؤ د هغے غوښه به وخورى اؤ په اور به ئے ځکه چه خدائے د دوئ په زړونو کښے دا خبره اچولے ده چه دوئ به په يو زړۀ د١٧ايرے کړى.

اختيار ورکړى،تر څو چه د خدائے خدائے د مقصد د پوره کولو د پاره ځنګلى ځناور ته د خپلے بادشاهئ کلام پوره نۀ شى.

دا ښځه چه تا وليده هغه لوئے ښار دے چه د مزکے په بادشاهانو حکومت کوى.“١٨

اب ب ه شف کا ۱۸مدى ا ب ر ب ل ب ا ب د

اختيار وو اؤ مزکه د١ اؤ د هغے لوئے آاسمان نه په راکوزيدو وليدله له دے نه پس ما يوه بله فرښته له آاواز چغه کړه،”پريوت! لوئے بابل پريوتو! هغه د شيطانانو٢هغے په جلال رڼا شوه. اوچت بيا هغے په

ځکه چه ټولو قومونو د هغے٣کور،د ټولو ناپاکو روحونو اډه،اؤ د کرک ناکو اؤ مردارو مارغانو کور دے.

Page 20: Pashto bible injil new testament revelation

د بدکارئ شراب څښلى دى،د دنيا بادشاهانو د هغے سره بدکارى کړے ده،اؤ د دنيا سوداګرانو د هغےد مستئ په سبب دولت راغونډ کړو.“

آاواز واؤريدو چه وئيل ئے:”ائے زما خلقو! له دے نه رابهر شئ چه د دے په٤ آاسمان نه يو بل بيا ما له آافتونو کښے شامل نۀ شئ. ځکه چه د هغے ګناهونه تر٥ګناهونو کښے شريک نۀ شئ اؤ چه د هغے په هغے ته د خپلو کړو بدله٦آاسمانه رسيدلى دى اؤ خدائے د هغے بدے چارے هيرے کړے نۀ دى.

ورکړئ،هغے چه کوم کارونه کړى دى،هغه دوه چنده ورکړئ،اؤ هغے چه په کومے پيالئ کښے ګډ هغے چه هر څومره لوئى اؤ مستى وکړه هغه هومره ورته عذاب اؤ٧کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.

لکه يم،زۀ به د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم. په٨وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښے وائى چه زۀ د تخت ماآافتونه راشى يعنے،مرګ،قحط،ويره،اؤ په اور به هم وسوزولے شى دے وجه به په هغے په يوه ورځ کښے

لک خدائے زورور دے چه ئے د دے فيصله واؤروله. ځکه چه ما

د مزکے بادشاهانو چه د هغے سره بدکارى وکړه اؤ د هغے په مستئ کښے ګډ شول،هر کله چه هغوئ٩ هغوئ به لرے ولاړ وى اؤ د هغے١٠د دے د سوزيدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرے ژړا اؤ وير وکړى.

په عذاب به د ويرے دا وائى چه”افسوس! افسوس په لوئے ښار د بابل! په زورور ښار! چه تۀ په يوه ګينټهکښے برباد شوے!“

د دنيا سوداګران به هم په بابل وير اؤ ژړا کوى ځکه چه بيا به هيڅوک هم د هغوئ نوره سودا وانۀ١١ د سرو زرو،د سپينو زرو،قيمتى کاڼو،د مرغلرو،مهينے لټے،ارغوانى کپړے،د ريښمو قرمزى١٢خلى.

کپړے،د هر قسم د عودو لرګى،د هاتى عاښونه،د هر قسم لوښى،د قيمتى لرګى هر قسم لوښى،د زيړو،د د دار چينى،مسالے،خوشبوئ عطر،لوبان،مے،تيل،ميده،غنم،اؤ څاروى،ګډے١٣اوسپنو اؤ د مرمرو،

نونه. آادمو ځا اؤ د بنى هغوئ به وائى چه”کومے ميوے ته چه ستا زړۀ وو،هغه له١٤آاسونه،ګاډى،غلامان اؤ د دے ټولو١٥تا نه تلے ده،ټول دولت اؤ کشش ورک دے اؤ بيا به ئے هيچرے ونۀ مومے!“

سوداګانو سوداګران چه ئے د دے په سبب دولتونه وګټل،هغوئ به د هغے د عذاب له ويرے لرے ولاړ اؤ وائى به چه”افسوس! افسوس! په لوئے ښار چه د مهينے لټے اؤ ارغوانى اؤ١٦وى،ژړا اؤ وير به کوى،

آاغوستلے اؤ په سرو زرو قيمتى کاڼو اؤ مرغلرو به ئے ځان ښکلے کړے وو. ١٧قرمزى جامے به ئے

افسوس! چه په يوه ګينټه کښے دولت برباد لاړو!“

بيا ټول د سمندرى جهاز کپتانان،سمندرى مسافران اؤ ماڼګيان اؤ هغه څوک چه په سمندرى ګټے خپله اؤ چه د هغے سوزيدونکى لوګے ئے وليدو نو چغے ئے کړے،”د دے١٨ګذاره کوى،لرے ودريدل،

اؤ هغوئ په خپلو سرونو خاؤرے ونوستلے،وير اؤ ژړا ئے١٩لوئے ښار په شان بل چرته داسے ښار نۀ وو!“ کوله اؤ دا ئے وئيل چه”افسوس! افسوس! په هغه لوئے ښار چه د چا په دولت د سمندرى جهازونو

لکان مالدار شول،چه په يوه ګينټه کښے برباد شو!“ ما

آاسمانه! ائے پاکانو،رسولانو اؤ نبيانو! پرے خوشحالئ کوئ،په دے وجه چه خدائے په هغه فيصله٢٠ ائے وکړله څۀ چه هغوئ په تاسو کړے وه.

Page 21: Pashto bible injil new testament revelation

اؤ بيا يوے قوتناکے فرښتے د ژرندے د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو اؤ سمندر ته ئے ورګذار٢١ اؤ بيا٢٢کړو اؤ وئے وئيل چه”دغه شان به د بابل لوئے ښار ونړولے شى اؤ بيا به ئے هيڅوک ونه وينى.

آاوازونه وانۀ وريدے شى،اؤ د يو کسب به هيچرے په تا کښے د ستار،سندرغاړے،شپيلئ اؤ د سرنا اؤ٢٣کسب ګر به هم په تا کښے ونۀ ليدے شى،اؤ بيا به په تا کښے د ژرندے غرا وانۀ وريدے شى.

نور به په تا کښے د ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اؤ په تا کښے به بيا د زلمى اؤ د ناوے خبرے وانۀ وريدےشى. يو وخت وو چه ستا سوداګران د دنيا زورور وو اؤ تا په خپل جادو ټول قومونه وغلول.“

د نبيانو د پاکانو اؤ د هغه ټولو خلقو وينه په هغے کښے وموندلے شوه چه په مزکه وژلى شوى وو.٢٤

اب ب ه شف کا ۱۹ملوياه!١ ل آاوازونه واؤريدل،هغوئ چغے وهلے چه”ه اوچت آاسمان کښے د ګڼو خلقو د دے نه پس ما په

ځکه چه د هغۀ فيصلے رښتينى اؤ په حقه دى اؤ هغۀ٢خلاصون،جلال اؤ طاقت زمونږ د خدائے دے! د لوئے کنجرئ فيصله وکړه چا چه په خپلے حرامکارئ دا مزکه ورانه کړه اؤ د هغے نه ئے د خپلو

لوګے تل تر تله خيژى!“ ٣خادمانو د وينے بدل واخستو.“ لوياه! د بابل ل ٤ هغوئ بيا چغے کړے چه”ه

اؤ هغه څليريشت مشران اؤ څلور حيوانان خدائے ته په سجده شول چه په تخت ناست وو اؤ هغوئلوياه!“ ل آامين،ه چغے کړے چه”

ا ي مست ل ي م دۀ ا و د ورى د ګډآاواز راغے چه”ائے زمونږ د خدائے ټولو خادمانو چه د هغۀ نه ويريږئ،ائے لويو اؤ وړو!٥ بيا له تخت نه يو

آاواز واؤريدو اؤ٦د خدائے ثنا وايئ!“ بيا ما د ډيرو کسانو”د سيلابى اوبو اؤ د تندر د ګړزا په شان“ لک زمونږ قادر خدائے بادشاه دے. لوياه! ما ل اؤ د٧هغوئ چغے وهلے چه”ه راځئ چه خوشحاليږو

خوشحالئ چغے وباسو اؤ هغه لوئى بيان کړو ځکه چه د ګډورى د وادۀ ورځ راغلے ده اؤ د هغۀ ناوے اؤ ورته د مهينے لټے جامے ورکړے شوى دى چه صفا ځلقيدونکے دى.“ اؤ٨ځان سمبال کړے دے،

دا مهينه لټه د پاکانو ښۀ کارونه دى.

بيا فرښتے ما ته ووئيل چه”دا وليکه،بختور دى هغه خلق چه د ګډورى د وادۀ ميلمستيا ته رابللى شوى٩دى!“ اؤ نور ئے ووئيل چه”دا د خدائے برحق کلام دے.“

په دے زۀ د هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه”نه،داسے مه کوه! زۀ هم د تا١٠ى شهادت لرے. اؤ تش خدائے ته سجده کوه.“ اؤ ستا د وروڼو په شان يو خادم يم چه د عيس

ى په شان شاهدانو کښے دے. ځکه چه د کوم روح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه روح د عيس

ۀ ر ا آاس سو ن ي د سپ

Page 22: Pashto bible injil new testament revelation

نوم وفادار اؤ١١ آاس وو اؤ د هغۀ د سوارۀ آاسمان پرانستلے وليدو اؤ هلته زما په وړاندے يو سپين بيا ما اؤ د هغۀ سترګے د اور١٢رښتينے دے،ځکه چه هغه په عدالت کښے اؤ په جنګ کښے رښتونے دے.

نوم ليکلے شوے وو چه بے له دۀ نه پرے د شغلو په شان دى اؤ په سر ئے ډير تاجونه وو. په هغه يو نوم د خدائے کلام دے. ١٣هيڅوک نۀ پوهيدو. آاغوستے وے اؤ د هغۀ اؤ١٤ اؤ هغۀ په وينو لړلے جامے

آاغوستے آاسونو سورے ورپسے وے چه د سپينے اؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آاسمانى لښکرے په سپينو اؤ د هغۀ د خلے نه يوه تيره توره راوزى چه قومونه پرے ووهى،ځکه چه هغه به په هغوئ د١٥وے.

اؤ د ګناهونو د شرابو ګاڼئ به د قادر مطلق خدائے د قهر اؤ غضب د پښو اوسپنے په امسا حکومت کوى لکانو١٦لاندے مږى. نوم ليکلے دے چه.”د بادشاهانو بادشاه اؤ د ما اؤ د هغۀ په چوغه اؤ په پتون دا

لک.“ ما

آاواز وکړو١٧ آاسمان په مينځ کښے الوتونکو مارغانو ته بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اؤ هغے د اؤ د کماندارانو اؤ د سپاهيانو١٨چه”راشئ اؤ د خدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ. چه د بادشاهانو

آازادو د لويو اؤ د وړو غوښے آاسونو اؤ د هغو د سورو غوښے اؤ د ټولو خلقو،غلامانو اؤ غوښے،د وخورئ!“

بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اؤ د مزکے بادشاهان اؤ د هغوئ لښکرے د سوارۀ اؤ د هغۀ د لښکر١٩ اؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے د٢٠سره په جنګ شول.

هغۀ په وړاندے معجزے ښکاره کولے اؤ هغه څوک ئے غلول،په چا چه د ځناور نخښه وه اؤ د هغۀ بت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه د ګوګړو شغلے ترے ختلے.

اؤ باقى په هغه توره ووژلے شول کومه چه د سورو له خلے نه راوتلے،اؤ ټولو مارغانو د هغوئ په غوښه٢١نونه ماړۀ کړل. ځا

اب ب ه شف کا ۲۰مه ل کا ر ز

لم ارواح کنجى اؤ په لاس کښے ئے١ آاسمان نه په راکوزيدو وليدله چه ورسره د عا بيا ما يوه فرښته له ابليس اؤ شيطان،اؤ تر زرو کالو٢لوئے زنځير وو. اؤ هغه اژدها چه زوړ ښامار دے،هغه ئے ونيوو،يعنے آاخرے کندے د جهنم ته وغورزولو،بند ئے کړو اؤ مهر ئے پرے ولګولو،د٣پورے ئے وتړلو. فرښتے هغه

دے د پاره چه هغه بيا تر هغے قومونه ونۀ غلوى تر څو چه زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغے نه پس بهآازاد کړے شى. هغه بيا د لږ وخت د پاره

اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو٤ بيا ما تختونه وليدل اؤ هغه خلق پرے ناست وو چه د عدالت ى د شهادت په وجه پريکړى شوى وو،اؤ هغه روحونه وليدل چه سرونه ئے د خدائے د کلام اؤ د عيس خلق چا چه ځنګلى ځناور يا د هغۀ بت ته سجده نۀ وه کړے اؤ نۀ ئے په لاس يا تندى د هغۀ نخښه

باقى مړى تر٥لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اؤ د مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه.

Page 23: Pashto bible injil new testament revelation

بختور اؤ قدوس٦هغے ژوندى نۀ کړے شول تر څو چه زر کاله پوره شوى نۀ وو. دا اولنے قيامت دے. اختيار نۀ لرى هغه دے چه په دے اولنى قيامت کښے شريک دے ځکه چه په داسے خلقو دويم مرګ

بلکه هغوئ به د خدائے اؤ د مسيح کاهنان وى اؤ د هغۀ سره به تر زرو کالو پورے بادشاهى کوى.

د شيطان شکستآازاد شى. ٧ اؤ هغه به راشى اؤ په٨ هر کله چه زر کاله پوره شى نو شيطان به د خپلے بندى خانے نه را

څلور کنجه دنيا کښے به قومونه وغلوى،يعنے جوج اؤ ماجوج،اؤ جنګ ته به ئے راجمع کړى چه د نو هغوئ د مزکے په پلنوالى راوختل اؤ د خدائے د پاکانو ديره٩سمندر د شګو په شان بے شماره دى.

آاسمان نه اور پرے نازل شو اؤ هغوئ ئے تباه کړل. اؤ١٠اؤ د هغۀ محبوب ښار ئے راګير کړو،خو له ابليس د اور اؤ ګوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اؤ هغوئ له دوکه ورکوونکے

دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اؤ هلته به په شپه اؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.

لت ندے عدا ا ړ و ه پ ين تخت وئے سپ ل د آاسمان١١ بيا ما يو لوئے سپين تخت وليدو اؤ يو سړے چه پاس پرے ناست وو،د هغۀ د مخ نه مزکه اؤ

ما لوئے اؤ واړۀ مړى د تخت د وړاندے ولاړ وليدل اؤ کتابونه پرانستلے١٢وتښتيدل اؤ غائب شول. لونو شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو،يعنے د ژوندون کتاب. په دے کتابونو کښے څۀ چه د مړو د عم

سمندر خپل مړى چه په کښے وو،ورکړل اؤ مرګ١٣ليکلى وو د هغے په مطابق د هغوئ عدالت وشو. اؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وو،ورکړل اؤ د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق

اؤ په١٥ بيا مرګ اؤ عالم ارواح د اور تالاب ته وغورزولے شول،د اور تالاب دويم مرګ دے. ١٤وشو. دے کښے هغه کسان وغورزولے شول،د چا نومونه چه د ژوندون په کتاب کښے درج نۀ وو.

اب ب ه شف کا ۲۱مزکه نوے م ؤ ا ن سما آا وے ن

آاسمان اؤ وړومبنئ مزکه غائب شوى وو١ آاسمان اؤ يوه نوے مزکه وليده ځکه چه وړومبنے بيا ما يو نوے آاسمان نه٢اؤ سمندر هم نۀ وو. اؤ ما پاک ښار،يعنے نوے بيت المقدس وليدلو چه د خدائے له طرفه له

راکوزيدو،اؤ دا داسے تيار کړے شوے وو لکه چه ناوے د خپل خاوند د پاره ښکلے تياره کړے شوےآادمو په مينځ٣وى. آاواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه”ګورئ! اوس خدائے د بنى اوچت ما له تخت نه يو

امت وى اؤ خدائے به په خپله د کښے استوګنه کوى،هغه به د هغوئ سره اوسيږى اؤ هغوئ به د هغۀ هغه به د هغوئ د سترګو ټولے اوښکے وچے کړى،هلته به نۀ مرګ،نۀ ويره،نۀ ژړا اؤ٤هغوئ سره وى.

نۀ دړد وى ځکه چه وړومبى څيزونه تير شوى دى.“

بيا څوک چه په تخت ناست وو،هغۀ ووئيل چه”وګورئ! زۀ ټول څيزونه نوى کوم!“ اؤ هغۀ ما ته٥اعتبار لائقے اؤ رښتيا دى.“ نو ما ته ئے ووئيل٦ووئيل چه”دا وليکه ځکه چه دا ټولے خبرے د

Page 24: Pashto bible injil new testament revelation

چه”وشو! الفه اؤ اوميګه زۀ يم،الاول اؤ الاخر زۀ يم. هر څوک چه تږے وى زۀ به هغۀ ته د ژوندون د هر څوک چه غالب شى هغه به د دے وارث شى،زۀ به د٧اوبو له چينو نه د څښلو حق ويړيا ورکړم. خو د ويريدونکو،بے ايمانو،پليتانو،قاتلانو،حرامکارانو٨هغۀ خدائے يم اؤ هغه به زما زوئے وى.

،جادوګرانو،بت پرستانو اؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے د ګوګړو اوربليږى،اؤ دا دويم مرګ دے.“

مقدس ل ا ت ي ب وے نافتونو ډک جامونه ورسره وو،يوه ماله راغله اؤ وئے وئيل٩ آاخرى اوو اوو فرښتو کښے چه د بيا په هغه

زۀ د رويا په حالت کښے١٠چه”راځه! اؤ زۀ به تا ته ناوے وښيم،يعنے د ګډورى ښځه به درته وښيم.“ اوچت غر ته بوتلم اؤ د بيت المقدس پاک ښار ئے راته وښئيلو چه د خدائے له وم اؤ فرښتے زۀ يو لوئے

آاسمان نه راکوزيدو. هغه د خدائے په جلال روښانه وو،د هغۀ پړق د قيمتى جواهراتو په شان١١طرفه له اوچت ديوال وو چه په کښے دولس دروازے١٢لکه د زبرجدو صفا اؤ د بلور په شان وو. د هغۀ يو لوئے

نومونه ليکلى شوى لونو اسرائيلو د دولسو خي وے اؤ په هغو کښے دولس فرښتے وے،اؤ په دروازو د بنى نمر خاته ته درے دروازے وے،قطب ته درے،سهيل ته درے اؤ نمر پريواتۀ ته درے دروازے١٣وو.

د ښار د ديوال په بنياد کښے دولس کاڼى وو اؤ په هغوئ د ګډورى د دولسو رسولانو نومونه١٤وے. کومے فرښتے چه ما سره خبرے وکړلے،د هغے سره د سرو زرو يو ګز وو چه پرے د ښار هغه١٥وو.

لونه اؤ دروازے ناپ کړى. اوږد وو هغه هومره پلن وو١٦ديوا اؤ ښار په مربع شکل جوړ وو اؤ څومره چه اوچتوالے چه يو برابر وو،دوه نيم زره کيلوميټره وو،ناپ کړل. اوږدوالے،پلنوالے اؤ ١٧،اؤ هغۀ په ګز د هغۀ

انسانى پيمانه وه چه فرښتے استعمالوله. اوچت وو،دا ديوال د زبرجدو نه جوړ١٨د هغه ديوال شپيته ميټره د ښار د ديوال١٩وو اؤ ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو اؤ د صفا شيشے په شان پړقيدو.

بنيادونه په قسما قسم قيمتى کاڼو ډولئ کړى شوى وو چه اول د بنياد کاڼے د زبر جدو وو،دويم د نيلماتم د٢٠،دريم د شب چراغ،څلورم د زمرد، اووم د سنګ يشب، پنځم د سليمانى،شپږم،د عقيقو،

اؤ هغه دولس٢١فيروزے،نهم د طوپاز،لسم د يمانى،يولسم د سنګ سنبلى اؤ دولسم د ياقوتو وو. دروازے د دولسو مرغلرو وے،هره دروازه د يوے مرغلرے نه جوړه وه. د ښار کوڅے د صفا شيشے په

شان د سوچه سرو زرو وے.

لک قادر مطلق خدائے اؤ ګډورے د هغه ښار د٢٢ ما په ښار کښے د خدائے کور ونۀ ليدو ځکه چه مانور٢٣خدائے کور دے. نشته ځکه چه دا د خدائے په اؤ ښار ته د نمر يا د سپوږمئ د ځليدو حاجت

اؤ دۀ ته به د دنيا بادشاهان٢٤روښانه دے اؤ د هغۀ ډيوه ګډورے دے. د دے په رڼا به قومونه ګرزى د قومونو٢٦ د ښار دروازے به ټوله ورځ پرانستے وى اؤ هلته به شپه چرے نۀ وى. ٢٥خپلے لوئى راؤړى.

خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اؤ نۀ پليت اؤ نۀ دروغژن٢٧دولت اؤ لوئى به دۀ ته راؤړے شى. نومونه چه د ګډورى د ژوندون په کتاب کښے ليکلى دى. ،خو صرف هغه د چا

Page 25: Pashto bible injil new testament revelation

اب ب ه شف کا ۲۲م بيا فرښتے ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چه د بلور په شان پړقيدو اؤ د خدائے اؤ د ګډورى د١

د ښار د سړک په مينځ کښے رابهيدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون يوه ونه وه چه٢تخت نه اؤ د ونو پاڼے به د قومونو د روغولو د پاره دولس ځله ميوه ئے نيوله،د کال د هرے مياشتے د پاره يوه.

اؤ په هغه ښار کښے به داسے هيڅ څيز موندلے نۀ شى چه خدائے پرے لعنت کړے وى.٣وے.

هغوئ به هغه٤اؤ د خدائے اؤ د ګډورى تخت به هلته وى اؤ د هغۀ خادمان به د هغۀ عبادت کوى. نوم به ئے په تندو ليکلے وى. هلته به چرے شپه نۀ وى اؤ نۀ به هغوئ ته د٥مخامخ وينى اؤ د هغۀ

لک خدائے به د هغوئ رڼا وى،اؤ هغوئ به هلته تل تر تله ډيوے يا د نمر حاجت وى ځکه چه مابادشاهى کوى.

لل ت ا ر ى د عيساعتبار لائقے اؤ رښتيا دى. مالک خدائے چه خپل روح نبيانو له٦ بيا فرښتے ما ته ووئيل چه”دا خبرے د

اؤ ”ياد٧ورکوى،هغۀ خپله فرښته راوليږله چه د هغۀ خادمانو ته هغه څۀ وښيئ چه زر کيدونکى دى.“ لرئ چه زۀ زر درځم! بختور دے هغه چه د دے کتاب د پيشن ګوئى خبرے منى.“

آاؤريدل اؤ کله چه ما دا واؤريدل اؤ وليدل نو زۀ د هغے فرښتے په پښو٨ اؤ ما يوحنا،دا ټول وليدل اؤ خو هغے ما ته ووئيل،”نه،داسے مه کوه! زۀ٩کښے په سجده پريوتلم چا چه ما ته دا ښکاره کړى وو.

خو ستا اؤ ستا د وروڼو نبيانو اؤ څوک چه د دے کتاب خبرے منى،په شان يو خادم يم. خدائے ته بيا هغے ما ته ووئيل چه”د پيشن ګوئى خبرے په دے کتاب کښے پټے مه ساته ځکه١٠سجده کوه!“

اؤ څوک چه بدکاران دى،پريږده چه بدکارونه کوى،اؤ١١چه د هغو د پوره کيدو وخت نزدے دے. آاخته وى. څوک چه رښتينے وى هغه د په خپله رښتينئ څوک چه پليت دى،په خپلے پليتئ کښے د

کښے پاتے شى اؤ څوک چه پاک وى هم د پاک پاتے شى.“

ى زر درځم اؤ خپل اجر د ځان سره راوړم چه هر يو له د هغۀ د عمل په مطابق١٢ ”هو! ګورئ! زۀ عيس الفه اوميګه زۀ يم،الاول اؤ الاخر،ازل اؤ خاتمه.“١٣اجر ورکړم.

بختور دى هغه خلق چه خپلے جامے صفا وينځى،هغوئ به د ژوندون د ونے حق ومومى اؤ ښار ته به١٤ خو بهر به پليتان،جادوګران اؤ حرامکاران،قاتلان اؤ بت پرستان اؤ ټول هغه څوک١٥په دروازو ورننوزى.

چه دروغ خوښوى اؤ جوړوى پاتے شى.

ى،خپله فرښته تاسو ته در وليږله چه جماعتونو له ګواهى ورکړى چه زۀ د داؤد د څانګے اؤ١٦ ”ما عيسنسل نه يم اؤ د صباوون پړقيدونکى ستورے.“

روح القدس اؤ ناوے وائى چه ”راشه!“١٧

Page 26: Pashto bible injil new testament revelation

آاؤريدونکے د هم وائى چه ”راشه!“ اؤ هر

اؤ څوک چه تږے وى،هغه د راشى،اؤ څوک چه ئے غواړى،د ژوندون له اوبو نه د ويړيا واخلى.

آاؤرى،که څوک د ځانه په١٨ زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم چه د دے کتاب د پيشن ګويو کلام دے آافتونه زيات کړى. که څوک د١٩کښے زيات کړى نو خدائے به هغۀ ته په دے کتاب کښے بيان شوى

پيشن ګويو د دے کتاب نه څۀ کمے وکړى نو خدائے به د هغۀ د ژوند په ونه اؤ د مقدس ښار نه د هغۀحصه واخلى چه په دے کتاب کښے ئے بيان شوے دے.

اؤ څوک چه د دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه”هو،زۀ زر درځم!“٢٠

ى راشه! لک عيس آامين،ما

آامين.٢١ ى فضل د په تاسو ټولو وى، لک عيس د ما

This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved