Top Banner
عآ ي م ج آس ن ل آا ن ح مآا ن کآ آهآ ف ن ح ا ن م و عآ ي م ج آس ن ل آا ن ح مآا ن کآ آهآ ف ن ح ا ن م و داب او ا لاق خ ا ي ن ل ا% آ پ ن ت غ درو داب او ا لاق خ ا ي ن ل ا% آ پ ن ت غ درو
35

Medical ethics

Nov 21, 2014

Download

Health & Medicine

Dr.Mashal Jamil

طبی اخلاق د یو مسلمان ډاکټر لپاره په اسلامی ټولنه کی
Welcome message from author
This document is posted to help you gain knowledge. Please leave a comment to let me know what you think about it! Share it to your friends and learn new things together.
Transcript
Page 1: Medical ethics

فکانمااحياالناس احياها فکانمااحياالناس ومن احياها ومنجميعآجميعآ

دروغتيا پالني اخالق او آدابدروغتيا پالني اخالق او آداب

Page 2: Medical ethics

دهرملت راتلونکي دهمغه ملت په روغتيا پاالنو اواقتصادي

علمآؤ پوري تړلي ده چي دغه دواړه ډلي ديو ملت دحياتي او

.مادي شتمنيو ساتوونکي دي

Page 3: Medical ethics

دهغي ورځي نه چي انسان خپل ځان ته په درناوي قايل •

شو نو طبابت يي منځته راوړ پس دطبيب اهميت دانسان دځان له اهميت سره متناسب دي اوپه همدي خاطر چي

دانسان دځان قيمت ډير زيات دي نودډاکتريا طبيب ارزش هم ډيرزيات دي.

له بلي خوا دډاکتر اخالقي مسؤليت هم په همدي پيمانه •دنړي له ډيرو درندومسؤليتونوڅخه دي ځکه چي

دډيرونفيسوشتمنيو لکه دانسان دځان دساتني مسؤليت په غاړه لري.

هدف دادي چي ددي موضوع په اهميت سره په پوهيدو •بايد وليدل شي چي ډاکتر کومو تجهيزاتوته اړتيا لري

ترڅو دخپلي درندي دندي له عهدي څخه راووزي.

Page 4: Medical ethics

يوښه طبيب څنګه کوالي شي چي په طبابت کي

پرمختګ وکړي اوالسته راوړني ولري.ديوډاکتر پرمختګ او دهغي مفيد واقع کيدل په

دريوشيانوپوري تړلي دي چي ددغو دريو شيانو په درولودلوسره مونږ کوالي شو هغه ته ديو)ښه

ډاکتر(کلمه استعمال کړو. چي دغه دري شيان عبارت دي له:

ديوډاکتر روغتيا،تندرستي او توانايي.•دهغه علم اودعلم پواسطه داړوندي موضوع •

احاطه کول اودطبابت په اړه دنويو معلوماتو درولودل.

ښه اخالق او عادات.•

Page 5: Medical ethics

: ديو ډاکتر بدني روغتيا او سالمتيا -1فکر په يوه سالم يوسالم اوقوي

.اوقوي بدن کي وي. د يوډاکتر له علمي اړخه اودهغه پياوړتيا له ٢

علمي اړخهيودطب محصل وروسته ديوي تحصيلي دوري له –تيريدوڅخه دډاکتر ډيګري په الس راوړي اودهغي

محصل دلياقت درجه دهغه دامتحان نمري مشخص کوي چي دعالي ،متوسط او ادني په

.درجوسره ويشل کيږي

Page 6: Medical ethics

- بايد پدي باندي پوه شو چي يوځل دطب په ويلو سره ٣په پوهنتون کي په ډيره بيړه سره اودسند په الس

راوړلوسره بايد انسان ديوکامل انسان په شان فکر . ونکړي چي زه نو نور په هرڅه پوه يم

-الزمه داده چي يو ډاکتر هميشه خپل ځان ديو محصل ٤او طالب په شان فکر وکړي او هيڅکله څيړنه او تحقيق

.پري نږدي-اواکثره طبي اکتشافاتو دډاکترانو لخوا په پاخه عمر کي ٥

صورت نيولي دي

لږ معلومات ديوي موضوع په اړه خطرناک دي

Page 7: Medical ethics

يو غواړي چي په هرساعت کي

پنځوسوناروغانو ته نسخي وليکي

اونوردورځي په جريان کي دڅو ناروغانوله معايني څخه نه خالصيږي.

اوددغه تفاوت سبب دادي چي ديوه مشاهدات په علمي اصولو

باندي والړدي اودبل ندي.

Page 8: Medical ethics

که غواړو چي لوي شو بايد وګورو چي .لويانو څه کړيدي

لويانو ترټولو مخکي له علم سره مينه درلوده بدون لدي څخه چي دهغو مادي

ګټي ته پاملرنه وکړي او په مونږ هم .فرض ده چي ددوي دالري پيروي وکړو

دطب علم هميشه دتکامل په حالت کي دي اوهره ورځ يو .نوي مطلب لري

،زورور هغه څوک چي پوهيږي

Page 9: Medical ethics

. د يوډاکتر روحانى اواخالقى اړخ :-دغه برخه دترتيب په لحاظ بايد په آخرکي راغلي واي

ولي داهميت له نظره ديو ډاکتر ترنوروشيانوڅخه مهمه ده ځکه چي اخالقي برخه يوه ډيره مهمه

اولويه برخه ده که علمي او بدني غښتلتيا له اخالقي غښتلتيا سره

منظمه اويوځاي نه وي نه داچي گټوربه نه وي بلکه مضر او خطرناک دي.

که په رښتيا سره فکر وکړو دابه داسي وي لکه يوښه عالم چي عمل ونه لري اويا يو ښه ډاکتر چي

سروکاريي دټولني له ټولوقشرونوسره وي اوهغه يوفاسد او بد اخالق شخص وي فکر وکړي چي ددغه شخص به څومر تاوان دټولني ته ورسيږي.

Page 10: Medical ethics

داخالقو دذکرکيدوڅخه دلته مطلب داندي چي يوډاکتر دمعاشرت سطحي آداب ولري اوپه

تبسم اوډيرو ښو اخالقو اوتواضع سره دعواموسره غولوونکي رويه وکړي.

نیت هدف داخالقو څخه هغه پاک احساسات،روغ، ريښتينولي اوراستي، دقت په کار رازستنی

کي،ښه عادات، له حقيقت سره مينه، له انسانيت سره رښتيني مينه،ديوښه

لوړمطلوب درلودل اوپه لوړو مبادي اصولو اعتقاد اوايمان دي.

Page 11: Medical ethics

يوډاکتر چي له فاکولتي څخه په متوسطو نمروباندي فارغ شوي وي اوپه پورته ښو اخالقو باندي مزين وي زرځله دهغه دخپل

ځان اوټولني لپاره بهتر دي ترهغه ډاکتر چي هغه په عالي نمروباندي فارغ شوي وي ولي

.پورته ذکرشوي ښه اخالق ونه لريپه همدي ډول لکه څنګه چي علم دطبابت .لپاره شرط دي ځيني نورشيان هم دطبابت

لپاره شرط دي چي مونږ په مجموع کي دغه ټول دطبابت دروحاني او اخالقي اړخونو په

.نامه تعبيروؤ

Page 12: Medical ethics

......ادمه

طبابت يو روحاني اړخ لري چي يوطبيب بايد يو شمير اخالقي او روحاني قيوداتو ته مقيد پاتي شي اوددغه څخه دخپل کار په ساحه کي کار

.واخلي

خالصه داچي دطب ارزښت او طبيب ته درناوي په هره ټولنه ، هروخت او هرهيواد کي

دطبيبانو په اخالقو اوسلوک پوري تړلي دي

Page 13: Medical ethics

اکثرz طبيب دخلکودپټو رازونو محرم دي :

داسي پيـښيږي اوپيښ شويدي اوليدلي مودي چي يوناروغ خپل رازونه يوډاکتر ته په خپله خوښه وايي پداسي حال کي چي دغه ناروغ

دغه راز بل ځاي په وهلو ټکولو او شکنجه سره هم نه وايي نو پس ويالي شو چي

دادډاکترمکلفيت دي چي ددغه راز ساتنه وکړي اوچاته يي ونه وايي . يوډاکتر ته دهغه دندي

دازمينه مساعده کړيده چي دمختلفو قشرونو خلکوسره په تماس کي واوسي اوله هغوي

سره آشنايي ولري.

Page 14: Medical ethics

................ادامه

چيري وګورو داډيره ستونزمنه ده چي يوکس ددندي په اساس ديوملک اوياټولني له

شريف کس اوديوي ټولني له بدترين کس سره په تماس کي وي او داډيره ګرانه

خبره ده چي ډاکتر دغسي ستونزمنو حاالتو کي خپل اخالقي توازن واساتي.

نوداالزمه ده چي يو ډاکتر يودقيق ترين اخالقي ميتود دهميشه لپاره غوره کړي.

Page 15: Medical ethics

په اصولو کي يو ډاکتر دناروغ لپاره يودالندي

کارونوڅخه کوي)درملنه، دنښو نښانو کموالي اويا روحي تسکين( ددي معني داده چي ډاکتر

.له دري ډوله ناروغيوسره مخامخ کيږي هغه ناروغي دي چي لومړي ډول:-

ددرملني وړدي اوډاکتر موظف دي وکړي اوپه خورا دقت سره ترڅواقدام

.دغه ډول ناروغي په ټولنه کي تداوي کړي

.

Page 16: Medical ethics

دوهم ډول• هغه ناروغي دي چي درملنه نلري او په

بشپړډول تري څوک نه جوړيږي ولي په عين حال کي داممکنه ده چي ددغي

ناروغي اعراض اوعاليم ددرملني پواسطه باندي کم کړل شي پدي حالت

کي ديوډاکتر دنده داده ترڅو چي دناروغ درد او رنج کم کړي اوهغه ته تسکين

.وکړي

Page 17: Medical ethics

دريم ډولهغه ناروغي دي چي درملنه نلري اعراض اوعاليم

يي هم ددرملوپواسطه له منځه نه ځي پدي حالت کي دطبيب دنده څه ده؟

پدي حالت کي ديوډاکتر دنده داده چي که وکړاي شي چي ناروغ ته ډاډ اوتسليت ورکړي او هغه دناروغي تريخوالي تر يوي اندازي پوري ناروغ ته په شيريني بدل کړي اوپدي ځاي کي ډاکتر يو روحاني شخصيت مقام لري اوهغه څه چي ډاکتر يي پدي ځاي کي بايد ولري هغه دډاکتر

نيک او ښه اخالق دي ترڅو وکړاي شي دخلکوپه ژوند کي نفوذ وکړي

Page 18: Medical ethics

يومعالج ډاکتر په الندي دريوحاالتوکي

:يوهمکار اودهغي مشوري ته اړتيا لري – لومړي په هغه ځايونوکي چي لومړي

ډاکتر دناروغي په پيژندنه کي په شک وي اويايي تشخيص کړي وي ولي په ناروغ کي څوناروغي په يو وخت کي موجودي وي چي دډاکتر لپاره سخته وي ترڅو

ددرملني په اړه تصميم ونيسي

Page 19: Medical ethics

دوهم:- په هغو ځايونوکي چي ډاکتر په خپل تشخيص او درملنه کي شک ونلري ولي داسي احساس کوي چي

ناروغ اويادهغو دکورني غړي دډاکتر ددرملني په اړه چندان خوش بين ندي اوياداچي دناروغي ددوام څخه ستړي

شويدي اوهغه اعتماد چي دډاکترانوپه اړه يي درلود دالسه ورکړي دي اويوډول بي اعتمادي ورته پيداشوي وي.

پدي خاطرچي دناروغ بي اعتمادي له منځه يوسو اوپه ناروغ کي يوډول اطمنان منځته راوړو چي داپه درملنه کي يومهم

اوموثر ټکي دي چي ډاکتر دناروغ اودهغه له کورني سره مشوره وکړي اوښه خبره خوالداده چي دناروغ لپاره

يومشاور وګماري.

Page 20: Medical ethics

دريم:- دادريم ډول په دواړه پورته ذکرشويوپوري اړه نلري معني داچي نه ډاکتر په خپله درملنه اوتشخيص کي شک لري او نه ناروغ په ډاکتر باندي بي اعتماده دي ولي دناروغ وضع ددي

باعث ګرځيدلي وي چي ډاکتر دهغو دشفايابي په اړه په تشويش کي وي پدي حالت کي ډاکتر

دخپل عقل اوفکر په بنآ قضاوت کوي ترڅو دناروغ له خپلوانوسره داخبره شريکه کړي او

دناروغ لپاره سالکار وګماري.

Page 21: Medical ethics

دطبى اخالقو تحول اوپيژندنهدطبى اخالقو تحول اوپيژندنه

اخالق په ټوليزډول عبارت دي دبشري -داخالقوتعريف افرادو اوټولني دټولوهغو ادابو اورواجونو او هغوقوانينو

اوقواعدوڅخه چي په نوموړي ټولنه اوفرادو حکمفرما وي

له هغه علم څخه عبارت دي داخالقو دعلم تعريف:چي داخالقوڅخه بحث کوي يا په بل عبارت ويالي شو چي چي

هغه علم دي چي دانسان دکړو وړو څخه بح�ث کوي اوياهم ..داچي هغه علم دي چي دانسان دژوند الري مشخصي کوي

دطبي اخالقو علم دطبي اخالقو دعلم تعريف:-عبارت دي له دهغو ټولو ادابو اومنل شويو رواجوله مجموعي

څخه چي ډاکتران بايد هغه مراعات کړي او له ناوړه کړووړوڅخه ځان وساتي اوپرهيزوکړي. اوکيداي شي علمي

اخالقو)روغتيايي دمعاشرت آداب( هم ووايو

Page 22: Medical ethics

دډاکتر اړيکي له ناروغ سرهدډاکتر اړيکي له ناروغ سره دناروغ درازساتنه، ددرملو اوغذايي •

پرهيزتجويزناروغ ته چي دغه ټول دناروغ په ګټه وي . ددرملني ددوري نه اوږدوالي ، دزياتو پيسونه

غوښتل له خپل حق نه زياتي، غريبو او بډايو ناروغانوته په يوه سترګه کتل، دوژونکو درملونه

توصيه کول ناروغ ته، دناروغانوسره ښه رويه کول ، هيڅکله دداسي عمل نه ترسره کول چي هغه

دناروغ عفت ته ضرر رسوي او له اخالقي نظره جرم وي يعني دټولو اخالقي اصولو مراعاتول

اوهمشته بايد ډاکتر په هغو اخالقي اصولوباندي والړوي کوم چي دډاکتر اوناروغ ترمنځ شته.

Page 23: Medical ethics

طبى رازطبى راز

درازساتنه يودطبابت داصولو اومقرراتو له جملي څخه ده اوداطريقه دطبابت له ډيرو پخوانيو

ميراثونوڅخه کڼل کيږي اوهميشه هغوطبيبانو چي هغه په خپل عزت او آبرو باندي والړؤ

ددغه کار په اړه يي ډيري هلي ځلي کړيدي.اودتل لپاره ديوډاکتر سترګي دهغو رازونولپاره

چي ليدلي يي وي ړندي وي او دډاکتر غوږونه بايد هميشه دهغو رازونوپه اړه چي اوريدلي يي

دي کاڼه وي.

Page 24: Medical ethics

طبى راز څه شي دي ؟طبى راز څه شي دي ؟په طبي راز کي الندي شيان شامل دي دخپلو

پخوانيو ناروغيوپه اړه اعتراف اوهغه اطالعات چي ډاکتر يي دناروغ څخه دمعايني اوسوال

اوځواب په نتيجه کي په الس راوړي. اوپه آخرکي يوډاکترهغه وخت ديو ناروغي

تشخيص ته رسي ترڅو ډاکتر دهغه ناروغ دهغي دکورني له الري دهغه دناروغي په اړه

معلومات په الس راوړي اوخپل هدف ته ورسيږي

Page 25: Medical ethics

د طبى راز ويش د طبى راز ويش ياخپرولياخپرول

همرازډاکترپه هغو ځايونوکي چي دناروغ ګټه وي اويا ټولنيز آداب

ايجابوي چي دساتني له قيد څخه ووزي اودغه راز نوروکسانوته هم ووايي ترڅوهغه کسان چي دده په

خواکي اوسيږي هم دناروغ دناروغي په اړه وپوهيږي روا خبره ده.

Page 26: Medical ethics

د طبى راز دپاشلوجزاد طبى راز دپاشلوجزا

په ځيني هيوادونوکي دهغو ډاکترانو لپاره مجازات ټاکل

شويدي چي هغوي دناروغ اسرار په غير قانوني ډول پاش

کړي.

Page 27: Medical ethics

طبى سوگندطبى سوگنديوله پخوانيو قوانينو دطبابت له نظام څخه

چي مونږ ته ميراث پاته دي اوهغه هم دغرب څخه مونږ ته رارسيدلي دي هغه دسقراط قسم دي چي په تيروڅو پيړيو

کي هغه دډاکترانو لپاره يو ښه الرښود ؤ اودډاکترانو لپاره يو اخالقي الرښود ؤ

چي دډاکتر داخالقي لوړتيا سبب گـــــــــــــــرځيدلي ؤ په ټولنه کي.

Page 28: Medical ethics
Page 29: Medical ethics

د ژنو سوگندنامهد ژنو سوگندنامهپدي وخت کي چي دطب دټولګي په غړوکي قبول شوي يم

زه ژمنه کوم چي خپل ټول ژوند به دبشريت خدمت ته وقف کوم زه په دخپل استاد درناوي اودحق پيژندنه چي

دهغه په مونږ حق دي ساتم. هميشه به خپله دنده په باوجدانه ډول ترسره کوم، دطبابت دعلم عزت به مي هميشه په نظر کي وي اودخپل ناروغ روغوالي به زما

.دډيرو مهمومسؤليتونو له دندي څخه ويزه دخپل توان ترحده پوري دطبابت دعلم شرافت او

.اصلي الري چاري ساتمزه به هيڅکله ددي اجازه ورنکړم چي ژبه ،مذهب،

عايق واقع شيقوم ،مليت اونژاد زما ددندي او ناروغ ترمنځ .

Page 30: Medical ethics

..........ادامه

زه به د انسان ژوند ته دمطلق احترام وکړم اوهيڅکله به دهيڅ تهديد په وړاندي

دي ته حاضرنشم چي زما دروغتيايي معلوماتوڅخه دبشر په ضد استفاده

.وکړي

زه مي دخپلو پورته وعدو دپوره کولو په خاطرچي په پوره آزادي سره مي ويلي .دي په پوره ايمانداري قول اووعده کوم

Page 31: Medical ethics

دناروغ دناروغي دوخامت اعالن دناروغ دناروغي دوخامت اعالن ناروغ تهناروغ ته

هغه درواغ ترهغو رښتيا ښه دي چي په هغو کي فتنه نغښتي وي

( سعدىگلستان )

دناروغ دناروغي دوخامت اعالن يو له ډيرو سختواوخطرناکو مسايلو دجملي څخه دي چي

ددغه مشکل حل کول آسانه خبره نده اوداحتمي نده چي ډاکتر پدغه شان مشکلو حاالتو کي يوه

بلکه کيداي شي چي دډير والروڅخه کار ولري الر .واخلي کوم چي دناروغ په ګټه وي

Page 32: Medical ethics

د جنين سقطد جنين سقطين سقط هم دقانون اوهم داخالقو له نظره محکوم دجن

.دي اوپه اکثره اديانوکي داکارمنع پيژندل شويدي

دجنين په سقط کي مذهبي او اخالقي منعه تر قانوني .منعي ډيره شديده ده

اوپه اکثره مذاهبو کي دجنين سقط په هرسبب چي وي منع شويدي اوحتي دموردحتمي مرګ په صورت کي

.هم دماشوم جنين جايزنه بولي

پداس حال کي چي داکثره ممالکوپه قوانينوکي دوايي اوجواز سقط دمور دژوند دساتني په خاطر اجراکيږي

.ورکړل شويدي

Page 33: Medical ethics

ځني نورمهم مطالب چي دهغو ځني نورمهم مطالب چي دهغو مطالعه ضروري گڼل کيږيمطالعه ضروري گڼل کيږي

عقيم کول يا شنډول يا دنسل قطع کول په انسان باندي دتجاربو اجراکول

دډاکتر شاه کاري دناروغ په اړهقانوني مقررات دډاکتر اوناروغ په منځ

کي يا دډاکترانو وظايف دناروغانوپه .اړه

دډاکترروابط له خپلو همکارانوسره.دډاکتر روابط له ټولني سره

Page 34: Medical ethics

ځني نورمهم مطالب چي دهغو ځني نورمهم مطالب چي دهغو مطالعه هم توصيه کيږيمطالعه هم توصيه کيږي

نظامي طبى سازمانونهدطبى نظام قانون

روغتيايي اداب په مختلفو هيوادونو کي

Page 35: Medical ethics

ستاسو له پاملرني څخه يوه نړي مننه